پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې طالبان د خوندي پناه ځایونو تر څنګ، د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د مشر، نور ولي مسعود کورنۍ ته هره میاشت ۴۳ زره ډالر ورکوي، چې د درې میلیونه افغانیو معادل دی.
د «پاکستان ټوډې» راپور لهمخې، دغه پیسې د وسلو په اخیستلو، د ټيټيپي د غړو د اډو او د دې ډلې د پېچلو «څو پړاويزو» بریدونو په لګښتونو مصرفېږي.
په راپورونو کې راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې تحریک طالبان پاکستان د کونړ، ننګرهار، پکتیکا او خوست په ولایتونو کې د نوو جذب او روزنې مرکزونه جوړ کړي دي، چې پکې د ایډیالوژیکو زدهکړو تر څنګ د وسلو روزنه او د لوژستیک پلان جوړونه هم ورکول کېږي.
پاکستاني رسنیو همدارنګه ادعا کړې چې ځینې تازه جذب شوي کسان آن د طالبانو له بېلابېلو لیکو څخه پاکستان ته ننوځي او بیا خپلې وړتیاوې په ځانمرګو بریدونو او کمینونو کې کاروي.
خو طالبان تر دې وړاندې په افغانستان کې د ټيټيپي د غړو شتون او د هغوی د خوندي پناه ځایونو ادعا رد کړې ده؛ هغه ادعا چې د پاکستاني چارواکو په وینا د طالبانو له عمل سره په ټکر کې ده.
سره له دې، په راپورونو کې راغلي چې له هغه وخت راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا پر واک ورسېدل، پاکستان له تحریک طالبان پاکستان څخه له جدي ګواښونو سره مخ شوی دی. د ملګرو ملتونو راپور پر بنسټ، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له ۵زروه څخه تر ۶زرو د ټيټيپي جنګیالي اوسي.
