سویلي آسیا

د خیبر پښتونخوا په سېلابونو کې د ۶۰ څخه زيات ښوونځي ویجاړ شوي او ۴۱۴ نور زيانمن شوي

د خیبر پښتونخوا د سېلابونو انځور

په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له امله په اغېزمنو ولسواليو کې ۶۱ دولتي ښوونځي په بشپړه توګه تخريب شوي او ۴۱۴ نور ښوونځي زيانمن شوي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې د ټول تخريب شویو ښوونځيو څخه ۵۲ د دولتي ابتدايي ښوونځي، اووه منځني او دوه عالي ښوونځي دي.

ډان د پوهنې څانګې چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ښوونځيو د ودانيو زيان به لا ډېر شي، ځکه چې د تخريب شویو ښوونځيو نور راپورونه هم په لاره کې دي. د دره لورې ولسوالۍ کې د درنو بارانونو او سېلابونو له امله تر ټولو زيات ۱۷ دولتي ابتدايي ښوونځي تخريب شوي، ورپسې شانګله کې اته ابتدايي ښوونځي وي.

په هريپور کې د اوو ښوونځيو ودانۍ چپه شوې، چې پکې پنځه ابتدايي، يو منځنی او يو عالي ښوونځي شامل دي.

په ورته ډول، په مهمند قبايلي ضلع کې د اته ابتدايي او دوه منځنیو ښوونځيو ودانۍ تخريب شوې، په بټګرام کې پنځه ښوونځي، چې پکې څلور ابتدايي او يو منځنی دی، په ابټ آباد کې څلور ښوونځي، چې پکې دوه ابتدايي او يو منځنی او يو عالي ښوونځی شامل دی، او په سوات کې دوه ابتدايي او يو منځنی ښوونځي او يو عالي ښوونځی تخريب شوي. همداراز، په منسهره کې دوه، په بنو او چیترال (پورته) کې هر يو ښوونځی تخريب شوی دی.

دغه سخت بارانونه او سېلابونه د صوبې په اغېزمنو سيمو کې د ۴۱۴ دولتي ښوونځيو ودانۍ هم جزوي ډول زيانمنې کړي، چې پکې ۳۱۹ ابتدايي، ۳۶ منځني، ۴۳ عالي او ۱۶ د عالي ثانوي ښوونځي شامل دي.

د جزوي زيانمنو ښوونځيو له مجموعې څخه:

په سوات کې ۱۲۲ ښوونځي شامل دي، چې پکې ۸۸ ابتدايي، ۱۳ منځني، ۱۳ عالي او ۸ عالي ثانوي ښوونځي دي.

په ابټ آباد کې ۶۷ ښوونځي، چې پکې ۵۲ ابتدايي، اووه منځني، شپږ عالي او دوه عالي ثانوي ښوونځي دي.

په شانګله کې ۷۲ ښوونځي، چې پکې ۵۵ ابتدايي، شپږ منځني، نهه عالي او درې عالي ثانوي ښوونځي شامل دي.

په دره لورې کې ۶۹ ښوونځي، چې پکې ۶۸ ابتدايي او يو منځنی ښوونځی دی.

همداراز:

په حريپور کې ۲۹ ښوونځي زيانمن شوي، چې پکې ۲۷ ابتدايي او هر يو منځنی او عالي ښوونځي شامل دی.

په بنو کې ۱۷ ښوونځي، چې پکې شپږ ابتدايي، څلور منځني، پنځه عالي او دوه عالي ثانوي دي.

په مهمند کې ۱۲ ښوونځي، چې پکې شپږ ابتدايي، دوه منځني او څلور عالي ښوونځي شامل دي.

په بټګرام کې ۹ ښوونځي، چې پکې څلور ابتدايي، درې منځني او دوه عالي ښوونځي دي.

دغه ناورین په منسهره کې د ۸ ښوونځيو ودانۍ جزوي ډول زيانمنې کړي، چې پکې پنځه ابتدايي، دوه منځني او يو عالي ښوونځی شامل دی، په دره پورته کې درې ابتدايي او په باجور کې يو ابتدايي ښوونځی زیانمن شوی دی.