طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې، د دوه سوه ښځو په ګډون له یو زر او ۲۰۰ څخه ډېر کسان په دورو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې شمېرې ښیي، چې یوازې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، له ۴۰۰ څخه ډېر کسان، چې ۷۰ یې ښځې دي، په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.
د دې شمېرو پر بنسټ، په تېرو څلورو کلونو کې، طالبانو د ۱۷۷ کسانو لپاره د قصاص حکم، د ۳۷ کسانو لپاره د سنګسار حکم او پر ۴ نورو کسانو د “دېوال ړنګولو” حکم صادر کړی دی. طالبانو په دې موده کې، پر لسو کسانو د قصاص حکم تطبیق کړی دی.
د طالبانو د سترې محکمې شمېرې ښیي چې په تیرو څلورو کلونو کې، په ټول هیواد کې د ۲۰۶ ښځو په ګډون ۱،۲۱۴ کسان د خلکو په وړاندې په دُرو وهل شوي دي.
په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو لخوا د دُرو وهلو شمېرې
- ۱۲۱۴ کسان په دُرو وهل شوي دي؛
- په دوی کې ۲۰۶ ښځې هم شاملې دي؛
- د کابل او کندهار په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې؛
- له کوره د تېښتې، غلا او د شریعت خلاف عمل کولو په تور
د آمو موندنې ښیي چې طالبانو یوازې د روان کال په تیرو پنځو میاشتو کې د ۸۰ ښځو په ګډون له ۴۰۰ څخه ډېر کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د دُرو وهلو ټولټال شمېرې
- په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۲۹۸ کسان، چې ۷۴ ښځې پکې شاملې دي؛
- په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۴۴ کسان، چې ۶ ښځې پکې شاملې دي؛
- په ۱۴۰۳ لمریز کال کې له ۴۵۶ زیات کسان چې ۶۰ ښځې پکې شاملې دي؛
- په ۱۴۰۴ لمریز کال کې له ۴۱۶ زیات کسان چې ۸۰ ښځې پکې شاملې دي؛
- په ټولیزه توګه له ۱۲۱۴ زیات کسان، چې۲۱۰ ښځې پکې شاملې دي؛
د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو څانګې مشره، هیدر بار، وايي: «په زیاتېدونکې توګه روښانه ده چې طالبان د نړیوال قانون له مخې خپلو ژمنو ته هیڅ پام نه کوي، په ځانګړې توګه د هغو ښځو او نجونو په اړه چې په سیستماتیک ډول د طالبانو لخوا ځپل کېږي. داسې ښکاري چې د طالبانو ستراتیژي د ویرې له لارې د واکمنۍ پر بنسټ ولاړه ده، هغوی خلک د هر ډول وسیلې له لارې ګواښي، څو اطاعت ته یې اړ کړي.»
د آمو موندنې ښیي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې، د ۱۷۷ کسانو لپاره د قصاص حکم، د ۳۷ کسانو لپاره د سنګسار حکم او پر ۴ نورو کسانو د «دېوال ړنګولو» حکم صادر کړی دی.
طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې په ۱۰ کسانو د قصاص حکم عملي کړی دی.
د طالبانو لخوا د قصاص او سنګسار حکمونه
- د قصاص ۱۷۷ حکمونه؛
- د سنګسار ۳۷ حکمونه؛
- د دېوال ړنګولو ۴ حکمونه؛
- تر اوسه پورې ۱۰ کسان قصاص شوي دي
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره، شکریه بارکزۍ، وايي: «طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې هیڅ اسلامي، مدني یا نړیوال قوانین نه دي منلي، او دا معلومه نه ده چې طالبان له کومې فقهې پیروي کوي. په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو ټول اقدامات د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف وو.»
په تیرو څلورو کلونو کې د طالبانو لخوا د هیواد د وګړو د بدني سزا له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده. د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون نړیوالو سازمانونو په دوامداره ډول طالبان غندلي او د دې ډول کړنو د بندولو غوښتنه یې کړې ده.
په وروستي ځل، د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر او د دوی سترې محکمې د رئیس د نیولو امر د انسانیت پر ضد جرمونو او د جنسیت پر بنسټ ځورونې په تور صادر کړ.
هیوادوال هم د هیواد د څلورو کلونو د وضعیت په اړه ترخې او مایوسه کوونکې کیسې لري.
د خلکو د فزیکي سزا سربیره، طالبانو په تیر کال کې د هیواد په وګړو، په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو خورا سخت بندیزونه هم لګولي دي. د طالبانو مشر په تیرو څلورو کلونو کې په دوامداره توګه د هغه څه پر پلي کولو ټینګار کړی چې هغه یې شرعي قانون بولي.
یوازې په تیر کال کې، د امر بالمعروف قانون تر څنګ، هبت الله اخندزاده پنځه نور محدودوونکي حکمونه او یو فرمان هم صادر کړی دی، هغه حکمونه چې د ښځو او نجونو د ټولنیزو او انفرادي آزادیو پر محدودولو متمرکز وو.
