د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال د لمانځنې په مراسمو کې چې د لویې جرګې په تالار کې ترسره شو، وویل چې طالبان لا هم د دوحې د تړون له ژمنو سره پابند دي. هغه زیاته کړه چې افغانستان به د نړۍ هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه وي.
حقاني په دې غونډه کې وویل: «نه موږ د نورو لپاره خطر یو او نه غواړو چې نور زموږ لپاره خطر جوړ کړي.»
هغه د ځینو هیوادونو هغه ادعاوې رد کړې چې وايي افغانستان د ترهګرو ډلو مرکز شوی او ویې ویل چې دغه هیوادونه د خپلو «کورنیو ستونزو» له امله داسې تورونه لګوي.
حقاني وویل چې طالبان به د ناامنیو زغملو ته تیار نه وي او له هغو مخالفینو یې وغوښتل چې «د ناامنیو د جوړولو هڅه کوي» د دې کار څخه لاس واخلي.
خو د دوحې د تړون یوه ژمنه دا هم ده چې طالبان باید له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي. په داسې حال کې چې پاکستان همېشه د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د حضور په اړه په افغانستان کې اندېښنه ښودلې. روسیه او د سیمې نور هیوادونه هم د داعش او نورو ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښمن دي. د ملګرو ملتونو څارونکي ډله هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې طالبان ترهګرو ته «د فعالیت خوندي ځای» برابر کړی دی.
په همدې غونډه کې، د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون د حقاني وینا د خپرولو پر مهال په یوټیوب کې خپرونه قطع کړه.
