د حبیبیار نړيوال روغتون د ۴۰ میلیونه ډالرو په لګښت د پنجشنبې په ورځ په هرات کې پرانستل شوی دی.
د دې روغتون د پرانستې په مراسمو کې د طالبانو د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر هم ګډون درلود.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په دې مراسمو کې وویل چې د حبیبیار روغتون پرانستل به د درملنې خدمتونه لوړ کړي، د کار فرصتونه رامنځته کړي او ناروغان له دې اړتیا وژغوري چې بهر ته سفر وکړي.
د روغتون مسؤلینو وویل چې دا مرکز د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوړ شوی او د پرمختللو طبي تجهیزاتو سره سمبال دی، او هره ورځ سلګونه ناروغان کولی شي دلته تر درملنې لاندې شي.
هغوی زیاته کړه چې روغتون په بېلابېلو تخصصي برخو کې فعالیت کوي او مراجعینو ته پراخې درملنې وړاندې کوي.
