سویلي آسیا

خیبر پښتونخوا کې وسله‌والو پنځه پاکستاني پولیس وژلي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړي چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو په بریدونو کې پنځه پولیس وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

جیونیوز راپور ورکړی، چې وسله‌والو د لوړ ديير، کوز دییر او پېښور ولسوالیو کې بریدونه کړي دي.

بریدګرو د لوړ دییر په سیمه کې د پولیسو پر موټر برید وکړ چې درې پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

پولیسو وویل چې هغوی د پېښور په نږدې حسن خیل پولیس سټیشن او دوه پوستو باندې د بریدګرو حملې وځپلې، خو په دې بریدونو کې یو پولیس مړ او بل ژوبل شو.

سربیره پر دې، یو کانسټیبل د کوز دییر د لجبوک په سیمه کې د پوستې پر برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د حکومت سرچینو د سې شنبې په ورځ ویلي، چې دې اونۍ په پیل کې چارواکو پرېکړه وکړه چې د باجوړ او خیبر ولسوالیو کې پر ترهګرو اقدام وکړي.

سرچینو وویل چې دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د باجوړ امن جرګې او وسله والو ترمنځ خبرې ناکامې شوې.

په دې خبرو کې، قبایلي مشران درې غوښتنې وړاندې کړې وې، چې پکې د وسله والو د قبایلي سیمو څخه ایستل هم شامل وو.

رسمي سرچینو ویلي، چې شاوخوا ۳۰۰ وسله وال د باجوړ د تحصیل ماموند په دوو سیمو کې موجود دي او له ۳۵۰ څخه زیات په خیبر ولسوالۍ کې.