د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه؛ انجونې د پوهنتونونو او ښوونځیو پرانستلو ته سترګې په لاره دي

د انلاین زده کړو اړوند عکس

تر راتلونکو څلورو ورځو پورې، پر افغانستان د طالبانو واکمني، خپل څلورم کال ته رسېږي. خو د دایکندي ولایت یو شمېر نجونې، چې له ښوونځيو او د پوهنتونو له زده کړو محرومې پاتې شوې دي، وایي چې د ۱۴۰۱ کال د کانکور آزموینو ته یې بشپړ چمتوالۍ نیولی و، خو د طالبانو د پرېکړې له امله په آزموینه کې د له ګډونه محرومې شوې. د دوی په خبره، په دې تېرو څلورو کلونو کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو خلاصېدو ته سترګې په لاره وې.

رخساره، له دوه کلونو څخه ډېره موده د کانکور ازموينې ته چمتووالی نیولی و او پوهنتون ته د داخلېدو هیله یې په زړه کې لرله، خو د طالبانو په راتګ او د کانکور په آزموینه کې د نجونو له ګډونه د مخنیوي له امله، دا هیله یې په ناڅاپي توګه له منځه ولاړه.

اوس هغه د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې، د خیاطۍ په یوه دوکان کې د ښځینه دودیزو جامو په بازارموندنه او پلور بوخته ده. رخساره وایي، چې د طالبانو په راتګ سره د هغې ټولې هیلي مړې شوې.

رخساره قاسمي وايي: «دوه کاله مې د کانکور لپاره تیاری وکړ، څو په خپل خوښ مسلک کې بریالۍ شم، خو په وروستیو ورځو کې وویل شول چې نجونې نه شي کولای په کانکور کې برخه واخلي. له دې سره، که څه هم له ښوونځیو د تړل کېدو څلور کاله تېر شوي، بیا هم موږ هیله لرو چې د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي. اوس یوازینی کار چې مېرمنې کولای شي ترسره یې کړي، همدا خیاطي ده، خو بیا هم موږ هیله لرو چې د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي او وکولای شو خپل هیلي پوره کړو او په هغه رشته کې زده‌کړه وکړو چې ورته مینه لرو.

اوس رخساره او نورې پنځه نجونې چې هره یوه یې ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شوې دي، په دې دوکان کې کار کوي او هره ورځ د زده‌کړو د دروازو د بیا پرانیستل کېدو په تمه دي. دغه نجونې وايي چې له مجبوریته یې خیاطۍ ته مخه کړې ده.
له زده‌کړو محرومه نجلۍ، کبرا خالقي وایي: «هیله لرم چې ښوونځي پرانېستل شي، څو ښځې او نجونې خپلو غوښتنو ته ورسېږي او نجونې وکولای شي زده‌کړه وکړي. زه غوښتل چې زده‌کړه وکړم او پرمختګ وکړم، خو له بده مرغه اجازه را نه کړل چې زده‌کړه وکړم او خپلو هیلو ته ورسېږم.»

دایکندي او بامیان هغه ولایتونه دي چې د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، نجونې اړ شوې، څو بدیلو فعالیتونو ته مخه کړي. ډېرې یې د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، مرۍ اوبلو او خامک‌دوزۍ په شان مهارتونه زده کوي، څو هم د ځان لپاره د عاید سرچینه جوړه کړي او هم خپله اقتصادي خپلواکي وساتي.