افغانستان

هلمند کې د يوه ټرافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

هلمند کې د ټرافیکي پېښې انځور

ځايي سرچينې آمو ته وايي، چې په هلمند ولايت کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.

دا پېښه د جمعې په ماښام شاوخوا د شپې ۶:۳۰ بجو د واشير ولسوالۍ د شوراب په سيمه کې رامنځته شوې ده. د سرچينو په وينا، په مړو کې درې ښځې او يو ماشوم هم شامل دي.

ياده دې وي چې هر کال سلګونه کسان په هېواد کې د بېلابېلو ټرافيکي پېښو له امله ژوند له لاسه ورکوي. د هېواد اوسېدونکي د دغو پېښو لاملونه د سړکونو خرابوالی او پر لارو او لويې لارې د ترافيکي نښو نشتوالی ګڼي.