له کندهار څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د دوست محمد به نوم یو کس تېره شپه د دغه ولایت د عينو مېنی پر ۲۳ سړک د خپلو ملګرو له لوري په چړو وهل شوی او وژل شوی دی.
په کندهار کې د طالبانو ځایي امنیتی مسوولينو تر اوسه په دې تړاو څه ندی ولی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل په هېواد کې د پراخ امنیت د ټینګښت دعوه کوي، خو ګڼ شمېر هېوادوال شکایت کوي چې لا هم د غلو، انسانتښتونکو او نورو جنايي جرمونو له ګواښ سره مخ دي.
