سرچینې وايي، چې په باجوړ کې، د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) غړو په مشروط ډول منلې چې له ملکي سیمو ووځي، خو دغي ولسوالۍ څخه به بشپړ ډول نه وځي.
د ډان ورځپاڼې د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د باجوړ د امن جرګې او ټيټيپي مشرانو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو د شنبې په ورځ پای ته ورسېد. سرچینو ویلي، دغه خبرې د باجوړ د لوی ماموند په تحصیل کې د ۵۰ کسیزې امن جرګې او ټيټيپي مشرانو ترمنځ ترسره شوې.
ټيټيپي د جمعې په ورځ له جرګې څخه یو ورځ وخت غوښتی و، څو له خپلو مشرانو سره د جرګې د دوهمادهییزو غوښتنو په اړه مشورې وکړي.
دغو غوښتنو کې دا شامل و چې یا خو دې بېرته افغانستان ته ولاړ شي، یا که له امنیتي ځواکونو سره جګړه کول غواړي، نو غرونو ته دې لاړ شي، ځکه چې د دوی شتون د خلکو لپاره جدي ګواښ دی.
که څه هم دغه مهمه ناسته د ټيټيپي د سولهییز وتلو د قناعت لپاره ترسره شوې وه، خو سرچینې وايي چې کوم مهم پرمختګ پکې نه دی شوی.
د غونډې جزیات، چې مازدیګر شاوخوا درې بجې پیل شوې وه او د شنبې ماښام ناوخته پای ته ورسېده، تر اوسه د جرګې له مشر لخوا رسنیو سره نه دي شریک شوي.
سرچینې زیاتوي، د ټيټيپي مشرانو د جرګې غړو ته دا ډاډ هم ورکړی چې دوی به په سیمه کې سوله ییز پاتې شي.
د سرچینو په وینا، د باجوړ د امن جرګې مشر صاحبزاده هارون رشید، چې له یو شمېر غړو سره یې د چارواکو سره د لیدنې له لارې د غونډې جزیات شریک کړي، مطمئن و چې خلک به ډېر ژر مثبت خبرونه واوري.
