د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) وايي، چې د افغان ښځو د کډوالو فوټبال ټيم د نړیوالو سیالیو پر لور خپل سفر پیل کړی او خپل لومړی د استعداد پېژندنې تمریني کمپ یې په سیډني کې ترسره کړی دی.
دا یوه اوونیز تمریني کمپ، چې د جولای له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې د سیډني لوېدیځ کې په یوه ورزشي کمپلکس کې ترسره شو، د فیفا لهخوا تایید شویو نوښتونو له ډلې یو و، چې موخه یې دا ده چې یو ټيم جوړ شي او د روان کال تر پایه څو نړیوالې دوستانه سیالۍ ترسره کړي. دغه پروژه د فیفا شورا د افغان ښځو د فوټبال د درېګوني سټراټیژۍ یوه برخه ده، چې په مې میاشت کې تایید شوې وه.
اسکاټلنډۍ روزونکې پولین هېمیل، چې د اسکاټلنډ لپاره یې ۱۴۱ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي او په اسکاټلنډ او سعودي عربستان کې یې د ځوانانو ټیمونه روزلي، د دې هڅې مشري کوي. نوموړې به درې نړیوال د استعداد پېژندنې کمپونه تر سره کړي او وروسته به ۲۳ کسیز ټيم اعلان کړي. هېمیل وايي: «دا ډېره ښه ده چې لوبغاړې دلته راغلې دي. اوس موږ دا فرصت لرو چې له دوی سره کار وکړو، د دوی وړتیاوې وارزوو، او دوی ټولو ته دا چانس ورکړو چې یو ځل بیا د یوه داسې چاپېریال برخه شي چې تل یې آرمان درلود.»
فیفا ویلي، دا پروژه یوازې یو عادي تمریني کمپ نه دی. ګډونوالو ته به د تجهیزاتو برابرول، له سیمهییزو کلبونو سره اړیکې، سلا مشورې، د رسنیزو مهارتونو روزنه او د روزنې او قضاوت ته د تګ لاره برابره شي. که دوی د ټيم غړي هم نه شي، بیا هم له هغو پروګرامونو ګټه اخلي چې هدف یې د دوی د نوې ټولنې سره یووالي پیاوړی کول دي، او همداراز له افغانستان سره د دوی اړیکې ژوندي ساتل دي.
د ډېرو لوبغاړو لپاره دا کمپ د ژوند یوه مهمه موقعه وه. یوه ګډونواله نیلاب وايي: «فوټبال ماته دا فرصت راکړ، چې دلته وم. اوس مې ژوند خوندي دی، ډېرې موقعې لرم، غږ مې پورته دی، او فوټبال ما او نورو نجونو ته مرسته راکوي.» هغې زیاته کړه: «زما هدف یوازې زه نه یم، زما هدف ټول افغانستان دی، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې.»
د فیفا رئیس جاني انفانتینو دا نوښت یو مهم ګام وباله. هغه وویل: «یو کال وروسته له هغې ژمنې چې موږ په پاریس کې وکړه، زه ژورأً متاثره شوم کله مې چې د افغان ښځو د کډوالو ټيم د استعداد پېژندنې کمپ لومړۍ انځورونه ولیدل او واورېدل مې چې دا تجربه څومره الهامبښونکې وه. موږ پر دې ابتکاري پروژه ویاړو، او موخه مو دا ده چې دا به راتلونکې کې پراخ کړو، څو د نورو هېوادونو ښځې هم پکې شاملې شي.» د ټیم له بشپړېدو مخکې به دوه نور استعداد پېژندنې کمپونه هم ترسره شي، چې ورپسې به افغان ښځې یو ځل بیا له نړیوال فوټبال سره نښلول شي – هغه څه چې د طالبانو له لوري د ښځو پر لوبو د بندیز وروسته له منځه تللي وو.
