افغانستان لا هم د اپیدمۍ د خپرېدو وړ ناروغیو په وړاندې ډېر زیانمن پاتې شوی، او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې د څارنې شته معلومات ښيي چې په ټول هېواد کې د ساري ناروغیو بوج لا هم لوړ پاتې دی.
راپور وايي، د اوبو له لارې خپرېدونکې ناوریني اسهالات چې له بدن څخه د اوبو د زیات وتلو سبب ګرځي، لا هم خپرېږي، چې د میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې ۷۳زره او ۵۷۰ پېښې او له هغې سره تړلي ۱۲ مړینې ثبت شوې دي.
د دغو پېښو ۵۸.۴ سلنه یې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان تشکیلوي. تر ټولو ډېرې پېښې له نیمروز، خوست، پکتیا، فراه، او کابل ولایتونو څخه راپور شوي، چې د پاکو اوبو او د حفظ الصحې خدمتونو ته د محدود لاسرسي دوامداره ستونزې ښيي.
یونیسف وايي، شري هم د عامې روغتیا یو مهم ګواښ بلل شوی، چې ۷۴زره او ۸۸۱ مشکوکې پېښې او له هغې سره تړلي ۳۵۷ مړینې ثبت شوي، چې ډېری یې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان دي (۷۸.۷ سلنه). د شري له امله تر ټولو ډېر اغېزمن ولایتونه هلمند، نورستان، بدخشان، جوزجان، او روزګان ښودل شوي دي.
همداراز، د تنفسي ناروغیو او سینه بغل پېښې د کال په لومړۍ نیمايي کې پراخې وې، چې ۸۲۴زره او ۹ ناروغان ثبت او درملنه شوې ده.
په راپور کې راغلي، په همدې موده کې ټولټال ۹۴۸ د ناروغیو د خبرتیا پېښې ثبت شوې، چې تر ټولو زیاتې – څه باندې ۴۹ سلنه – یې د شري سره تړاو درلود، او ورپسې د اوبويي اسهالات، تنفسي ناروغۍ، او نورې ناروغۍ لکه د نښې (ډنګي), تش نجونه (پرټوسیس), شري ناروغي (چکنپاکس), خارښت (سکبۍ), او د کانګو تبه ثبت شوې دي.
راپور وايي، دغه وضعیت د واکسیناسیون د کمزوري سیسټم، د پاکو اوبو او حفظ الصحې د خرابو شرایطو، او د روغتیايي خدمتونو د محدود ظرفیت له امله رامنځته شوې لوړه زیانمندي ښيي، چې په ځانګړې توګه ماشومان او له خطر سره مخ ولایتونه تر ډېره اغېزمن کړي دي.
