له خوست ولایت څخه ځایي سرچینې وایي، چې د ویزو او پاسپورټونو د اجباري کولو له امله، پاکستان د غلامخان بندر د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلی دی.
سرچینې زیاتوي، چې دغه لاره نن سهار (جمعه، د زمري ۱۰مه نېټه) تړل شوې ده.
د دوی په وینا، پخوا به د همدې لارې له لارې ځینې طالب چارواکي، د هغوی ملاتړي او ناروغان د ټوکن په وسیله تګ راتګ کولای شول.
سرچینې همدارنګه وایي، تر دې دمه روښانه نه ده چې آیا یاده لاره به د تجارتي موټرو لپاره خلاصه وي که نه، او که دا بندیز به پر غټو موټرو هم تطبیق شي.
د یادونې وړ ده، چې څو اوونۍ وړاندې هم د غلامخان بندر دا لاره د پاکستان لهخوا د څو ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.
