بشري حقوق

د آمو موندنې: طالبانو په تېر یوه میاشت کې له ۷۰ څخه ډېر کسان په دورو وهلي

طالبانو په تېره میاشت کې له ۷۰ زیات کسان په دورو وهلي دي، چې ښځې هم په کې شاملې دي. د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا د خپرو شویو راپورونو څخه د آمو موندنې ښیي چې د جولای له پیله د دې میاشتې تر پای پورې، طالبانو د هېواد په پنځلسو ولایتونو کې د ۱۲ ښځو په ګډون ۷۴ کسان په دورو وهلي دي.

د هیواد وګړي او د بشري حقونو یو شمیر فعالان، د طالبانو په سخت چلند په نیوکې سره، د خلکو په وړاندې د طالبانو لخوا د خلکو په دورو وهل د اسلامي اصولو خلاف او د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼي.

د هرې ورځې په تیریدو سره، د طالبانو لخوا د هیواد د وګړو د بدني سزا ساحه پراخېږي. د آمو موندنې ښیي چې طالبانو په تېره میاشت کې د خلکو په وړاندې د ښځو په ګډون له ۷۰ ډیر کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې لخوا خپرې شوې شمېرې ښیې چې د جولای له لومړۍ نیټې څخه د دې میاشتې تر پای پورې د کابل په ګډون د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې د طالبانو لخوا ۷۴ کسان په دُرو وهل شوي دي.

په تېره یوه میاشت کې د دُرو وهلو شمېرې
• ۷۴ کسان په دُرو وهل شوي
• ۱۲ ښځې پکې شاملې دي
• د کابل په ګډون په ۱۵ ولایتونو کې
• ⁠د نامشروع اړیکو، له کوره د تیښتې، غلا او اخلاقي فساد په تور

کابل، سرپل، بدخشان، پروان، جوزجان او پکتیا ولایتونه د هغو ولایتونو له ډلې څخه دي چې په تیره میاشت کې یې تر ټولو زیات د دُرو وهل شاهدان وو.

په ولایتونو کې د دورو وهلو شمېرې

کابل – د دُرو وهلو ۱۹ قضیې

سرپل – د دُرو وهلو ۱۹ قضیې

بدخشان – د دُرو وهلو ۸ قضیې

پروان – د دُرو وهلو ۶ قضیې

جوزجان – د دُرو وهلو ۶ قضیې

پکتیا – د دُروهلو ۵ قضیې

د هېواد اوسیدونکي د طالبانو پر سخت چلند په نیوکې سره ټینګار کوي چې د ټولو په وړاندې په دُرو وهل د انساني ارزښتونو خلاف او غیر عادلانه عمل دی.

په همدې حال کې، د بشري حقونو ځینې فعالان د طالبانو لخوا بدني سزا د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼي او ټینګار کوي چې طالبانو د شریعت قانون د خلکو د ځپلو او واک ساتلو لپاره په یوه وسیله بدل کړی دی.

د آمو موندنې ښيي چې طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې د خلکو په وړاندې له ۱۱۴۵ څخه ډیر کسان په دُرو وهلي دي، چې ۱۹۰ ښځې هم پکې شاملې دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو څار سازمان او نورو نړیوالو سازمانونو په ګډون، په دوامداره ډول له طالبانو غوښتني چې د هیواد د وګړو بدني سزا لغوه کړي؛ خو په عمل کې، لیدل کېږي چې طالبان د دې غوښتنو له پامه غورځولو سره، په هیواد کې د خپل تفسیر شوي شریعت او تاوتریخوالي په پلي کولو سره خپلو کړنو ته دوام ورکوي.

په دې وروستيو‌‌ کې، د جرمونو نړیوالې محکمې په یوه بې ساري اقدام کې، د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ، چې د بشريت ضد جنایتونو، په ځانګړې توګه د جنسیت پر بنسټ ځورونې، په جرمونو تورن شوي دي.