د طالبانو د رئيسالوزیرانو د اقتصادي چارو دفتر ویلي چې د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د پروژې کار په رسمي ډول پیل شوی دی.
یاد دفتر نن پنجشنبه ویلي، د دې پروژې کار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د طالبانو رئیسالوزیرانو د اقتصادي مرستیال، د عبدالغني برادر په حضور کې پیل شوی دی.
عبدالغني برادر د دې پروژې پرانستنه د لوګر د اقتصادي ودې او د وارداتي برېښنا د اړتیا کمولو لپاره «یو مهم ګام» بللی دی.
طالبانو ویلي، چې له دې پروژې سره به د برېښنا یوه برخه اړتیا پوره شي، ګڼو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي او صنعتي فعالیتونه به پراخ شي.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال په وینا، دا پروژه نه یوازې د ۴۰ زره کورنیو لپاره برېښنا برابروي، بلکې د محمدآغه صنعتي پارک د برېښنا ستونزه هم حل کوي.
عبدالغني برادر ویلي، چې د برېښنا کمښت د افغانستان د اقتصادي شاتګ له مهمو لاملونو څخه دی.
د طالبانو په وینا، دغه پروژه په دوو پړاوونو کې تطبیقېږي: لومړی پړاو د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه جوړول دي چې ارزښت یې ۲۸ میلیون ډالر دی، او دویم پړاو کې به یو ۱۲۶ مېګاولټامپیر سبسټېشن جوړ شي او د برېښنا د انتقال مزي به وغځول شي، چې ارزښت یې ۷.۶ میلیون ډالر دی.
طالبان وایي، ټاکل شوې چې د دې پروژې کار به په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي.
عبدالغني برادر ادعا کړې، چې له واک ته رسېدو وروسته د انرژۍ سکتور پرمختګ کړی او د نوي کیدونکې انرژۍ څو پروژې په ولایتونو کې پیل شوې دي.
په ورته وخت کې، د افغانستان برېښنا شرکت (برشنا) ویلي چې یوازې ۴۰ سلنه هېوادوال برېښنا ته لاسرسی لري.
