د کډوالو نړیوال سازمان وايي، چې په روان میلادي کال کې نږدې پنځه میلیونه افغانان، د اقلیمي بدلونونو له امله زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې چې یوازې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له پیل بیا تر مارچ میاشتې پورې، نږدې ۱۷۵ زره کسان د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له امله، له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي.
بلخوا، د کلیو یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په خپلو کلیو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د پاکو اوبو د چمتو کولو لپاره اوږده واټنونه وهي.
تر دې وړاند، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) استازی، اندریکا راتواته، ویلي چې د اقلیم بدلون ناورین د دغه هېواد د خلکو د ژوند معیشتونه او طبیعي زېربناوې سختې اغېزمنې کړې دي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که بېړني اقدامات و نه شي، نه یوازې افغانان، بلکې د سیمې او نړۍ بشري ټولنه به له جدي ناوړو پایلو سره مخ شي.
اندریکا راتواته په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي: «په افغانستان کې ملګرو ملتونو دفتر، خپلې هڅو ته زور ورکوي تر څو له افغانانو سره د اقلیمي بدلو پر وړاندې د مبارزې مرسته وکړو. موږ له افغانانو سره د اوبو امنیت، کوچنیو زیربناوو، پاک انرژي انتقال، د ځمکنی او اقتصادي سیسټم بسیا کولو او د ټولنې مقاومت په برخه کې ملاتړ کوو.»
