امنیت

سرچینې: طالبانو په جوزجان کې ۲۱۱ پولیس او د پخواني حکومت کارکوونکي له دندو لرې کړي دي

له جوزجان ولایت څخه سرچینې آمو ته وایي چې طالبانو د خپلې امنیې قوماندانۍ ۲۱۱ پولیس او د پخواني حکومت کارکوونکي له دندو ایستلي دي.

د سرچینو په وینا، دغه کسان د پخواني حکومت مامورین او هغه کارکوونکي دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ورسره یوځای شوي وو.

سرچینو زیاته کړې چې د ایستلو دغه حکم د طالبانو د جوزجان امنیې قوماندان عبدالستار صابر له خوا په یوه رسمي مکتوب کې اړوندو ادارو ته لېږل شوی دی.

په یاد مکتوب کې چې سرچینې یې شتون تأییدوي، امر شوی چې له دغو کسانو څخه ټول نظامي تجهیزات او دولتي وسایل ضبط شي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.