نن، د جولای ۲۸مه، د هیپاټایټس یا زېړي ناروغۍ د پوهاوي نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې هیپاټایټس بي او سي، چې د تور زېړي او د ځيګر زېړي په نوم هم پېژندل کیږي، په افغانستان کې لاهم یو جدي ګواښ دی، او د دوی ناوخته تشخیص د زرګونو خلکو ژوند اخلي.
په ورته وخت کې، د هیواد یو شمېر وګړي، مناسبو طبي خدمتونو ته د لاسرسي په نشتوالي او د دې ناروغۍ د درملنې لوړو لګښتونو باندې نیوکه کوي، او له خلکو غواړي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین وکړي.
په داسې حال کې چې اغېزمنه درملنه او وړیا واکسین شتون لري، خو لاهم په افغانستان کې د زرګونو خلکو ژوند اخلي.
د افغانستان د ایډز، جنسي ناروغیو او هیپاټایټس د کنټرول ملي پروګرام د رسمي شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې نږدې یو میلیون خلک د هیپاټایټس لپاره معاینه شوي، او په ټولیز ډول، په تیرو دوو کلونو کې په هیواد کې د هیپاټایټس بي او سي له ۹۴ زرو ډیرې قضیې ثبت شوي دي.
په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د هیپاټایټس شمېرې
هیپاټایټس بي یا (تور زېړی)
له ۲۰۲۳ څخه د ۲۰۲۵ تر لومړۍ درېیو میاشتو پورې: ۶۷،۲۳۰ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي
نارینه: ۳۷،۶۰۴
ښځې: ۲۹،۶۲۶
هیپاټایټس سي یا (د ځیګر زېړی)
له ۲۰۲۳ څخه د ۲۰۲۵ تر لومړۍ درېیو میاشتو پورې: ۲۷،۳۹۷ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي
نارینه: ۱۴،۲۷۶
ښځې: ۱۳،۶۶۱
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې هیپاټایټس بي او سي، چې د تور زېړي او د ځیګر زېړي په نوم پیژندل کیږي، لاهم په افغانستان کې یو خاموش ګواښ دی.
د دې ورځې په مناسبت، دغه سازمان پر اېکس پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره د افغانستان له خلکو غوښتي دي چې له ټولنې څخه د هیپاټایټس د له منځه وړلو لپاره معاینه او واکسین وکړي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی وايي چې د دې ناروغۍ ناوخته تشخیص او درملنه هر کال د زرګونو خلکو ژوند اخلي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی، اډوین سنیزا سالواډور، وايي: «په افغانستان کې د هیپاټایټس له امله ډېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي، په دې خاطر نه چې درملنه یې ناشونې ده، بلکې ځکه چې دا ډېر ناوخته تشخیص کېږي.»
له دې سره، ډاکټران خبرداری ورکوي چې که چیرې د دې ناروغۍ درملنې لپاره جدي اقدام ونه شي، نو دا وضعیت کولی شي په یوه ناورین بدل شي.
له بلې خوا، د هیواد ځینې وګړي وايي چې په وخت روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالي له امله، د دوی ناروغۍ ناوخته تشخیص او درملنه یې ځنډول کیږي.
هیپاټایتس یوه ویروسي ناروغي ده چې ځیګر په نښه کوي. دا ډیری وخت د ککړو ستنو، د ناپاکو تجهیزاتو کارولو، غیر محافظتي جنسي اړیکو، او ککړو اوبو او خوړو له لارې لیږدول کیږي.
دا ناروغي پنځه ډولونه لري: خو ترټولو خطرناک ډولونه یې هیپاټایټ B او C دي، چې که په وخت یې درملنه ونشي، کولی شي د ځیګر سرطان لامل شي.
