د شپږیزې کرکټ لیګ په دوام، د دوشنبې په ورځ د بست ساتونکو لوبډله د بند امیر له ښامارانو سره مخ شوه.
په نننۍ لوبه کې لومړی د بست ساتونکو توپ وهنه وکړه، چې د شلو اورونو په لوبولو او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه. د بند امیر ښامارانو یادې منډې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړې او بریا یې خپله کړه.
د نن ورځ دویمه لوبه د مس عینک او سپین غر پړانګانو ترمنځ ترسره کیږي.
مس عینک اتلان لوبډلې د ۱۶مې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سپين غر پړانګانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
