افغانستان

طالبان: تېر یو کال کې د کرنې په پروژو کې ۱۹۲ میلیونه ډالر لګول شوي

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو په کابل کې د دې وزارت د کلني راپور وړاندې کولو ناسته

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو په کابل کې د دې وزارت د کلني راپور وړاندې کولو په ناسته کې ویلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د هېواد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د پروژو د پلي کېدو لپاره د ۱۱۸ ملي او نړیوالو بنسټونو له خوا شاوخوا ۱۹۲ میلیونه امریکایي ډالر لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد کروندګر او مالداران د امکاناتو له نشتوالي او د ملاتړ کوونکو مرستو د نه ترلاسه کولو له امله شکایت کوي. دوی وايي چې په وروستیو کلونو کې له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. هغوی ټینګار کوي چې اقلیمي بدلونونه او سخت اقتصادي شرایط یې د حاصلاتو تولید او عواید ډېر اغېزمن کړي او نه شي کولای د حاصل پر وخت خپلې مصرف شوې پیسې بېرته ترلاسه کړي.

خو د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې یوازې د “اسلامي مالي تمویل له لارې د کرنې پراختیا صندوق” له لارې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت مالي مرستې کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکتور ته برابرې شوې دي.

همداراز طالبانو ویلي چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې په ۴۹۳ تحقیقي فارمونو کې څېړنیزې تجربې تطبیق شوې دي، چې د نباتاتو د نویو مقاومو ډولونو د موندنې لامل شوې دي.

د کرنې وزارت چارواکي زیاتوي چې تېر کال له ۴۳ زره متریک ټنو څخه زیات اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره، سلګونه ټنه اصلاح شوي د سبزیو تخمونه، زعفران، پنبې، هنگ (آنغوزه) او نور طبی نباتات د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پر کروندګرو وېشل شوي دي.

د طالبانو د وزارت چارواکو له نظره، د نړیوالو همکارو بنسټونو په همغږۍ له خوا د خصوصي سکتور له لوري د شنو خونو او مېوه‌جاتو باغونو جوړول هم د دوی له لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.

دا چارواکي زیاتوي چې تېر کال له ۱۵۰ زرو څخه زیات کروندګر د غلو دانې، نباتي آفتونو، د نوې کرکېلي طریقو او ماشینرۍ کارونې اړوند مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړې دي.

طالبانو ویلي چې د تېر کال په ترڅ کې له ۳۰۰ زرو زیات غوايي د مصنوعي القاح له لارې اصلاح شوي، ۳۲۰ زره دوزې منجمد سپرم تولید شوي، له ۱۶ میلیونو زیات حیوانات واکسین او ۱۰ میلیونه نور درملنه شوي دي.

همداراز دوی وايي چې د اوبولګولو د پروژو په پلي کولو سره په ۱۲ ولایتونو کې زرګونه هکتاره ځمکه تر اوبو لاندې شوې او په ۱۰ ولایتونو کې ۱۳۸ چک‌دمونه د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې لپاره جوړ شوي دي.

د طالبانو د کرنې وزارت چارواکي وایي چې دوی د ۱.۷ میلیونه هکتاره ځنګلونو، ۳۰ میلیونه هکتاره څرځایونو او ۲۳ خوندي ساحو د ساتنې او مدیریت چارې تر سره کړې دي.

د دوی په وینا، تېر کال کې له ۲۵۰ زرو زیات نیالګي تولید شوي او له ۱۰۰ میلیونو زیات نور نیالګي او قلمې د نیالګیو کینولو د کمپاینونو له لارې په ټول هېواد کې کېنول شوي دي.

طالبان وايي چې تېر کال یې ۲۳۵ پانګه‌والو ته د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د پانګونې زمینه هم برابره کړې ده.