ورزش

افغانستان به په اسیا جام کې خپله لومړۍ لوبه له هانګ کانګ سره ترسره کړي

د افغانستان کرکټ‌بورډ اعلان کړی چې د هېواد ملي لوبډله د ۲۰۲۵م کال اسیا جام سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د هانګ‌کانګ پر وړاندې ترسره کوي.

افغانستان په «بي» ګروپ کې، خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر میاشتې به نهمه نېټه د هانګ‌کانګ پر وړاندې، دویمه لوبه د سپټمبر په ۱۶مه د بنګله‌دیش پر وړاندې او دېیمه د سپټمبر په ۱۸مه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.

د هرې ډلې له لومړیو دوو غوره لوبډلو څخه به دوې نورې څلور-لوبډلېزې لړۍ ته ولاړې شي، چېرې به د دویم پړاو سیالۍ ترسره شي، او له دغې ډلې څخه به بیا دوه مخکښې لوبډلې د سپټمبر په ۲۸مه نېټه پایلوبې ته لار ومومي.

د دې سیالیو د ځای او نیټو وروستی پرېکړه د اسیايي کرکټ شورا د کلنۍ عمومي غونډې پر مهال د پنجشنبې په ورځ په ډاکه کې وشوه، چیرې چې د اسیا کپ اجنډا یو له مهمو ټکو څخه و.

دغه سیالۍ به به متحده عربي اماراتو کې تر سره شي.