کډوالي

ایران کې یوه افغانه ښځه له خپلو درېیو ماشومانو سره په وحشیانه ډول وژل شوې ده

File photo.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې یوه افغانه مېرمن له خپلو درې تنو کم‌عمره ماشومانو سره د دې هېواد په پلازمېنه تهران په سويل کې، وژل شوې ده.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د تهران په «مرتضی‌ګرد» سیمه کې شوې او د ایران د جنایي پولیسو ټیم یې له یوه «مرموزه معما» سره مخ کړی دی.

د جمعې په ماښام، د زمري درېمه نېټه، یوې ځوانې ښځې له تهران پولیسو سره اړیکه ونیوله او ویې ویل: «زه د مرتضی‌ګرد سیمه کې اوسېږم. څو ورځې کېږي چې زموږ له ګاونډیانو هېڅ خبر نشته. له هغه ورځې چې ناپېده شوي، له هغوی د کور نه د تعفن بوی راځي. ښایي څه پېښه ورسره شوې وي.»

د دې تماس له امله، د ایران پولیس یاد ودانۍ ته ولاړل، او د کور له ننوتو سره سم، له یوې «وېرونکې صحنې» سره مخ شول.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د درې ماشومانو مړي، چې عمرونه یې دوه، درې او پنځه کاله و، د مېلمستون په کوټه کې، او د ۲۵ کلنې مور وینه‌لې پیکر یې د خوب په خونه کې وموندل شو.

راپورونه زیاتوي چې دا افغانه مېرمن د چړې په ګوزارونو وژل شوې او ماشومان یې د خفګان (سوکۍ) له امله ساه ورکړې ده.

د ایران د پولیسو څېړنې ښيي چې دغه ځوانه افغانه مېرمن له خپل ۷۰ کلن مېړه سره ژوند کاوه.

پولیس وايي، د دې پېښې تر رامنځته کېدو وړاندې، د ښځې مېړه افغانستان ته تللی و؛ خو لا روښانه نه ده چې نوموړی د پولیسو له لوري په زور ایستل شوی او که خپله په خپله بېرته تللی دی.

ایراني پولیس وایي چې د دې «هولناکې وژنې» د عامل یا عاملانو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.