ورزش

شپږیزه لیګ: بست لوبډله د مس عینک پر وړاندې لوبیږي

د شپږیزې لیګ سیالۍ ۱۳ مه لوبه، نن (شنبه، د زمري ۴مه) د بست ساتونکو او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د دې لوبې پچه د بست لوبډلې وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی توپ‌وهنه وکړي.

دا د شپږیزې لیګ د لسم پړاو دی.

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو، چې د ایکس بُل جام تر نامه لاندې ترسره کېږي، د چنګاش په ۲۹مه د کابل په ملي کرکټ لوبغالي کې په رسمي ډول پیل شو.

سږکال په دې لیګ کې پنځه لوبډلې برخه لري: مس عینک، بست، بند امیر، آمو او د سپین‌غر پړانګان.

د افغانستان یو شمېر پېژندل شوي کرکټ‌لوبغاړي د خپلو لوبډلو مشري کوي. د هېواد نامتو ستوری راشد خان د سپین‌غر پړانګانو لوبډلمشر دی. د هغه په لوبډله کې حضرت‌الله زازی، رحمت‌شاه او اکرام علي‌خېل هم شامل دي.

په دې پړاو کې به پنځه سیمه‌ییزې لوبډلې چې نومونه يې؛ مس‌عینک نایټس، د بست ساتونکي، بند امیر، آمو نهنګان او سپین‌غر پړانګان دي، یو د بل پر وړاندې لوبې وکړي.

هره لوبډله له ملي لوبغاړو او ځوانو استعدادونو څخه جوړه شوې ده، او یو شمېر تکړه ملي لوبغاړي د لوبډلو کپتانان ټاکل شوي دي.

راشد خان، د افغانستان د کرکټ ستوری، د سپین‌غر پړانګانو لوبډلې مشري کوي. په دې لوبډله کې حضرت‌الله زازی، رحمت‌شاه، ظاهرخان او ویکټ ساتونکی اکرام علی‌خېل شامل دي.

رحمان‌الله ګربز، د ملي ټیم مهم لوبغاړی، د مس‌عینک نایټ لوبډلې مشري پر غاړه لري. دا لوبډله همداراز محمد نبي، مجیب‌الرحمان او افسر زازی ویکټ ساتونکی لري.

ابراهیم زدران، یو بل پیاوړی ملي لوبغاړی، د بست ساتونکو مشري کوي؛ دا یوه ځوانه او متوازنه لوبډله ده چې کریم‌جانت، نور احمد او طارق ستانکزی پکې شامل دي.

حشمت‌الله شاهدي، د افغانستان د ټېسټ لوبډلې لوبډل‌مشر، د بند امیر مشري کوي. په دې لوبډله کې محمد شهزاد، نجات مسعود او ګلبدین نایب لوبه کوي.

عظمت‌الله عمرزی، د آمو نهنګان لوبډل مشر دی. دا یوه پیاوړې لوبډله ده چې فضل‌الحق فاروکی، قیص احمد او شرف‌الدین اشرف پکې شتون لري.

د کرکټ شنونکي وایي چې شپږیزه لیګ د افغانستان د کورني کرکټ یو مهم پړاو ګڼل کېږي او د هېواد د کرکټ په پرمختګ کې رغنده رول لوبوي.