سویلي آسیا

اسحاق ډار به نن په واشنګټن کې له امریکايي بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره وګوري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحاق ډار نن د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره ګوري.

اسحاق ډار د خپل اته ورځني سفر دوهم پړاو په ترڅ کې د پنجشنبې په شپه واشنګټن ته رسېدلی. د هغه هرکلی د امریکا لپاره د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ او د سفارت لوړپوړو چارواکو وکړ.

ټاکل شوې چې ډار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ کې له وزیر مارکو روبیو سره وګوري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې لیدنې پر مهال به دواړه خواوې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو مهم اړخونه وڅېړي او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لارې چارې به ولټوي، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه.

همداراز، ټاکل شوې ده چې اسحاق ډار د امریکا د معتبر فکر مرکز «اتلانتیک کاونسل» ته وینا وکړي، چیرې چې به د پاکستان سیمه‌ییزې او نړیوالې لیدلوري او د پاکستان-امریکا د اړیکو راتلونکی تصویر وړاندې کړي.

دا به د اسحاق ډار او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ترمنځ لومړۍ رسمي لیدنه وي..تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، تامي بروس، د دې غونډې پخلی کړی و او ویلي یې و چې د دواړو لورو لوړپوړي مشران به پکې ګډون ولري او نوموړې به خپله هم پکې ګډون کوي.

بل لور ته، ټاکل شوې ده چې د پاکستان یو پلاوی په واشنګټن کې د ټرمپ د ادارې له چارواکو سره وګوري، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې هوکړې وروستۍ جزئیات وروغځوي. د بلومبرګ خبري اژانس د تامي بروس له خولې راپور ورکړی چې دا غونډې به د دواړو خواوو لپاره مهمې وي.

تامي بروس د چهارشنبې په ورځ یوې ورځنۍ خبري غونډې ته وویل چې نوموړې به هم د خبرو اترو برخه وي.

پاکستان هڅه کوي چې د اپرېل په لومړیو کې د «آزادۍ ورځې» د اعلان پر مهال لګول شوي ۲۹٪ متقابل ګمرکي تعرفې نرمې کړي. د خبرو اترو د یوې برخې په توګه، پاکستان چې له چین وروسته د امریکا دویم لوی د پنبې پېرودونکی هېواد دی، ژمنه کړې چې له امریکا څخه به د پنبې او سویابینو واردات زیات کړي.