هند؛ افغانستان ته د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز غزولو له طرحې سره سخت مخالفت څرګند کړی او دا یې «نازغمېدونکی» او د خپلې ملي حاکمیت خلاف بللی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت سلاکار وزیر، کریتي وردان سینګ، د هند ولسي جرګې ته په یو لیک کې یو ځل بیا د دغه اوږدمهاله مخالفت یادونه کړې، کوم چې له هغو سیمو څخه تېرېږي چې هند یې د جمو، کشمیر او لداخ د برخو په توګه ګڼي، خو اوس د پاکستان تر «ناقانونه اشغال» لاندې دي.
نوموړي ټینګار وکړ: «دریم هېواد ته هر ډول شمولیت یا د چین–پاکستان د دې اقتصادي دهلېز نورو هېوادونو ته غځول زموږ لپاره د منلو وړ نه دي.»
هغه زیاته کړه: «هند دا دریځ تل اړوندو خواوو ته څرګند کړی دی.»
هند له دې وړاندې هم چین او پاکستان ته خپل رسمي اعتراضونه وړاندې کړي دي.
د هند دا تازه غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درېجانبه غونډه وشوه. دا غونډه د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې په بیجنګ کې ترسره شوه، چې پکې وانګ يي، اسحاق دار او امیرخان متقي د CPEC د افغانستان تر پولو پورې د پراخېدو په اړه هوکړې ته ورسېدل. د چین د حکومت په وینا، دا پرېکړه د سیمې د نښلولو شبکو د پیاوړتیا په موخه شوې ده.
د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز پروژه د چین د «کمربند او لارې» ابتکار یوه مهمه برخه ده. هدف یې دا دی چې د پاکستان ګوادر بندر د سینکیانګ له سیمې سره د سړکونو، اورګاډي لیکو او پایپلاینونو له لارې ونښلوي.
هند تل له دې پروژې سره د یوځای کېدو نه ډډه کړې او دا یې د خپلې ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره یو ګواښ بللی، په ځانګړي ډول ځکه چې دا دهلېز د هغو سیمو له لارې تېرېږي چې پرې شخړه روانه ده.
وردان سینګ پارلمان ته په خبرو کې وویل: «هند پرلپسې دې پروژو ته اعتراض کړی او له چین او پاکستان څخه یې غوښتي چې خپلې هلېځلې په دغو سیمو کې ودروي.»
د هند حکومت همداراز دا اندېښنه لري چې د «کمربند او لارې» پروژه ممکن نور هېوادونه د پورونو په جال کې راګیر کړي. د هند چارواکي ډېری وخت د سريلانکا بېلګه وړاندې کوي، چیرې چې د چین د پورونو له امله سريلانکا اړ شوه چې د هامبانتوتا بندر یو چيني شرکت ته د ۹۹ کلونو لپاره په اجاره ورکړي.
سره له دې چې هند د CPEC په اړه سخت دریځ لري، خو له طالبانو سره یې محدودې دیپلوماتیکې اړیکې لیدل شوي دي. د مې په میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر، اس. جی. شنکر، د یوه ترهګریز برید وروسته چې ویل کېږي له افغانستان مېشتو ډلو سره تړاو درلود، له خپل طالب سیال، امیرخان متقي، سره تلیفوني خبرې وکړې. دا له هغې وروسته لومړی رسمي تماس و چې د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو (نږدې څلور کاله وړاندې) راهیسې د وزیرانو په کچه تر سره کېږي.
که څه هم هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو بشري مرستې یې ورکړې او په کابل کې یې یوه محدوده دیپلوماتیکه نمایندګي ساتلې ده.
برعکس، چین لومړنی هېواد و چې د طالبانو استازی یې په بیجنګ کې په رسمیت وپېژاند او له پاکستان او روسیې سره یو ځای یې د «اسلامي امارت» د نړیوال مشروعیت لپاره هڅې پیل کړې دي.
