د شپږیزې لیګ سیالیو په نن ورځ لوبه کې د امو نهنګانو لوبډلې د بند امیر ښاماران لوبډلې ته د درې ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
امو نهنګان د یوې په زړه پورې لوبې په پایله کې د بند امیر ښامارانو د ۲۰۰ منډو هدف په وروستي اوور کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ پرلپسې دویمه بریا ترلاسه کړه.
د بند امیر ښامارانو لپاره حشمتالله شاهدی، ۷۳ او شهزاد محمدي ۶۸ منډې ترسره کړې.
د نن (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مې) بله لوبه د میس عینک او بست ساتونکو ترمنځ ترسره کیږي. په دغه لوبه کې میس عینک پچه وګټله او لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.
