کډوالي

ایرانی چارواکی: د وږي له ۱۵ نېټې وروسته افغان کډوال به د اقامت جریمه پرې کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خراسان رضوي د نمایندګۍ مشر، احمد معصومي فر

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خراسان رضوي د استازولۍ مشر، احمد معصومي فر، ویلي چې په ایران کې د افغان کډوال د وتلو نېټه د وږي تر ۱۵ پورې تمدید شوی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي معصومي فر ویلي، که چېرې تر دې نېټې وروسته هم هغه افغان کډوالو چې قانوني اسناد نه لري له ایرانه ونه وځي، نو دوی به د «اقامت جریمه» پرې کړي.

نوموړي د دغې ضرب‌الاجل تمدید د دلیل په توګه «د اساسي زېربناوو نه شتون او د هوا تودوخې» ته اشاره کړې ده.

هغه دا هم څرګنده کړې چې هغه افغان وګړي چې د قانوني لارو له لارې ایران ته داخلېږي، کولای شي خپل اقامت ته دوام ورکړي.

بل‌خوا، یو شمېر افغان مهاجرین چې په ایران کې مېشت دي، له دې مخکې ادعا کړې چې د ایران پولیسو یې ان قانوني اسناد، لکه د اقامت کارتونه او پاسپورتونه، څیرلي او بیا یې په زور له هېواده ایستلي دي.

دوی زیاتوي، سره له دې چې پولیسو ته یې خپل اسناد ښودلي، خو د پولیسو له خوا ورته ویل شوي: «دا اسناد د احمقانو کار ته ګټه نه کوي.»