ورزش

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپرولو لپاره درې اړخیزه هوکړه وشوه

په ژوندۍ بڼه د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو خپرولو او تولید په موخه درې اړخیزه هوکړه لاسلیک شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د دې هوکړې له مخې به دغه سیالۍ په کابل کې د یوه خصوصي تلوېزیون له لوري په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

په دغه لیګ کې د پنځو زونونو لوبډلې په خپلو کې د سیالۍ ډګر ته وځي چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري هم په کې ګډون کوي.

مس عینک، بست ساتونکي، بند امیر، آمو نهنګان او د سپین غر پړانګان د دې لیګ پنځه لوبډلې دي.

د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لسم پړاو د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه پیلېږي او د اګست تر لومړۍ نېټې په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.