نن (یکشنبه، د چنګاښ ۲۲مه) د هرات د صنعتي ښارګوټي د شیشې وړۍ د تولید په فابریکه کې اورلګېدنه رامنځته شوې
په هرات کې د طالبانو د مطبوعاتو دفتر ویلي، چې دغه اورلګېدنه د عاجل او همغږې اقدام له کبله پر وخت مهار شوه.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «د دې پر وخت مهار سره، یادې فابریکې او ګاونډیو فابریکو ته د درنو مالي زیانونو مخه ونیول شوه.»
د هرات صنعتي ښارګوټی د هېواد یو له بډایه او مهمو تولیدو څانګو څخه دی. په دغه ښارګوټي کې تولید شوی توکي حتی له هېواده بهر صادریږي.
