د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو او بهرنيو وګړو د چارو د مرکز رئیس، نادر یاراحمدي، وايي چې د روان کال له پیل راهیسې له ۷۷۲ زرو زیات بېسنده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
د صدا و سیما خبري آژانس د راپور له مخې، یاراحمدي، چې نن جمعه (د چنګاښ ۲۰مه) د تایباد ښار د دوغارون سرحد ته د سفر په ترڅ کې د افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر څخه نظارت وکړ.
هغه ویلي دي: «د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ټول هېواد څخه له اسنادو پرته تر ۷۷۲ زرو زیات افغان کډوال د میلک (په سیستان او بلوچستان ولایت کې)، ماهیرود (په جنوبي خراسان کې) او د دوغارون (په خراسان رضوي کې) له دریو سرحدي لارو څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.»
هغه زیاته کړه: «له اسنادو پرته ۶۷ سلنه افغان وګړي له رسمي دوغارون سرحد، ۳۲ سلنه له میلک سرحد، او ۱ سلنه له ماهیرود سرحده افغانستان ته تللي دي.»
نوموړي ویلي، د افغان کډوالو بېرته ستنول د خلکو له مهمو غوښتنو څخه ده، چې د امنیتي، انتظامي، خدماتي، او اجرایي ادارو د ګډو هڅو په مټ تر ډېره بریده ترسره شوې ده.
هغه ادعا کړې، چې ۶۰ سلنه له اسنادو پرته افغان اتباع په خپله خوښه او داوطلبانه ډول بېرته خپل هېواد ته ستنېږي او هغه کسان چې تر اوسه یې د ستنېدو لپاره اقدام نه دی کړی باید ژر تر ژره د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته خپل ستنېدلو ته چمتو شي.
