سویلي آسیا

سرچینې: خیبر پښتونخوا کې د یو ماشوم له وهلو وروسته د جومات امام په چاقو وژل شوی

د جومات هغه امام چې د چاقو په وسیله وژل شوی دی.

خیبر پښتونخوا څخه سرچینې وايي، چې یو کس د یو جومات امام خپل د کشري ورور د وهلو او ټکولو له امله د چاقو په وسیله وژلی دی.

د سرچینو په وینا، یاده پېښه د سه‌شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې یاد ملا امام له باجوړ څخه راغلی و او دلته یې په یو جومات کې د امامت ترڅنګ ماشومانو ته دیني درس هم تدریس کوو.

سرچینې وایي، د جومات امام خپل ماشوم زده‌کوونکی د دیني درس پرمهال وهلی و او یاد ماشوم کور ته تللی او مشر ورور يې له خبرېدو وروسته جومات ته تللی او امام یې وژلی دی.

د سرچینو په خبره، د یاد امام قاتل له سیمې نه تښتېدلی دی.

سرچینې همد راز وايی، چې ياده پېښه د پولیسو لخوا ثبت شوې او د قاتل د نیونې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په مدرسو کې د ماشومانو سره د تاوترېخوالي او جنسي تیري راپورونه زیات ورکول کېږي، چې دې چارې والدین هم د خپلو ماشومانو راتلونکي ته هیران کړي دي.