په تېره میاشت کې، طالبانو نهه ګمارنې اعلان کړې دي. د آمو د پلټنې پر بنسټ له دغه مخپاڼو څلور یې د طالب چارواکو په منځ کې د ځایناستي اړوند، او پنځه نور یې له یوې دندې څخه بلې ته د بدلېدو اړوند وو.
د امو د موندنو پر بنسټ، په دې مخپاڼه کې هیڅ نوې ګمارنې نه لیدل کیږي ټول هغه کسان چې ګمارل شوي دي له یوې څوکۍ څخه بلې ته تللي دي.
په داسې حال کې چې په تېرو دوو میاشتو کې د هغو معلوماتو پر بنسټ چې د کندهار څخه سرچینو له آمو سره شریک کړي د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده د حکومتي بنسټونو په جوړښتونو او همداراز د طالب سرتېرو په شمېر کې د ۲۰ سلنه کمښت امر سره، په تېره یوه میاشت کې په لوړه کچه نهه ګمارنې هم کړې دي.
دا ګمارنې چې د ۱۴۰۴ هجري قمري کال د وري ۳۱ څخه د غویي تر ۲۶ مې نېټې پورې ترسره شوې. چې څلور یې یوازې د طالبانو د چارواکو په منځ کې د ځایناستي وو. له سمنګان تر بامیانو، له زابل څخه تر مرکزه ؛ په ګمارنو کې د نویو څېرو نشتوالی.
د دې لیست پر بنسټ:
په سمنګانو کې د طالبانو پخوانى امنيه قوماندان حبيب الله شاکر په باميانو کې د طالبانو د امنيه قوماندان په توګه
په بامیان کې د طالبانو پخوانی امنیه قوماندان سید محمد حنیف عباده په سمنګان کې د طالبانو د امنیه قوماندان په توګه
شېر محمد شریف د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو پخوانی عمومي رییس، په زابل کې د طالبانو د والي په توګه.
د زابل لپاره د طالبانو پخوانی والي، حزب الله افغان، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د عمومي رییس په توګه ټاکل شوی دی.
سربېره پردې د طالبانو پنځه نورې ګمارنې هم له یوې څوکۍ څخه بلې څوکۍ ته بدلېدل و او د نویو څېرو د ګمارنې خبر نشته.
د بشري حقونو فعالانو په دوامداره توګه ټینګار کړی چې د دوی په باور واک ته په رسېدو سره طالبانو، «یوه نارینه واکمنه کابینه جوړه کړې چې پکې غیر طالب شخصیتونو او د هیواد اقلیتونو ته د ګډون فرصت نه دی ورکړل شوی.» خو طالبان ادعا کوي چې د دوی کابینه ټول شموله ده.
نورې ګمارنې هم په لاندې ډول ترسره شوې دي:
جان محمد حمزه، چې په تخار کې د طالبانو پخوانی پولیس قوماندان و، د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل د کرنې ریاست د رئیس په توګه.
عبیدالله، د طالبانو ادارې د کابل د کرنې د څانګې پخوانی مشر، په بلخ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د رئیس په توګه
سیف الله، چې په سرپل کې د طالبانو د استخباراتو پخوانی رئیس و، د بلخ ولایت د حیرتان بندر د کمشنر په توګه ټاکل شوی.
حسین الله زاهد په بلخ کې د حیرتان بندر پخوانی کمیشنر اوس د جوزجان د اقچې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال دی.
رحمت الله ناظم په بلخ کې د طالبانو د استخباراتو پخوانی رئیس د طالبانو تر ادارې لاندې د دفاع وزارت د توپخانې د مشر په توګه ګمارل شوی.
له بل لوري د کندهار د سرچینو لخوا د آمو سره شریکو شويو جزیاتو پر بنسټ، طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د دولتي ادارو په جوړښتونو کې ۲۰ سلنه کمښت هم پیل کړی دی.
په ورته وخت کې، ګڼ شمېر دولتي کارکوونکو آمو ته ویلي چې دوی اندیښمن دي چې طالبان به یې د دغه بهیر په ترڅ کې له پخواني حکومت سره د کار کولو د مخینې له امله له دندو ګوښه کړي.
د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال، آصف صدیقي وايي: «دوی غواړي د جمهوريت کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او خپل خلک ځای پر ځای کړي دا هغه موارد دي چې طالبانو یې کمول پیل کړي او په یو ډول خلک له خپلو دندو څخه لرې کړي.»
سربېره پردې په تېره اونۍ کې د هیواد د دولتي پوهنتونونو ګڼو سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو د پوهنتون لسګونه هغه استادان چې د ماسټرۍ او دوکتورا سندونه لري له دندو ګوښه کړي دي. طالبانو په دې اړه تراوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو د روان کال د غویي میاشتې په لومړیو کې د طالبانو ویاند د دوی تر ادارې لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې د حکومتي ادارو په جوړښت او همدارنګه د طالب سرتېرو په شمېر کې کمښت راوستال تایید کړي.