نن په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د انجونو له حضور پرته، نوی تعلیمي کال پیل شو. د طالبانو د معارف وزارت د ښوونځي زنګ وواهه، خو یوازې هلکان او تر شپږم ټولګي پورې انجونې ښوونځیو ته ولاړلې.
د دې پرېکړې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره، نږدې ۴۰۰ زره نورې نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې. د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، د طالبانو دا پرېکړه د میلیونونو انجونو راتلونکی له خطر سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې د انجونو د زده کړو په اړه د طالبانو دا ډول پرېکړه د افغانستان د راتلونکي لپاره زیانمنونکي بللې ده او د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه یې کړې.
هغه پرېکړه چې د یونیسف په باور، د افغانستان پر اقتصاد، روغتیایي سیسټم او راتلونکي باندې به بدې پایلې ولري.
ددغه ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: «له درې کلونو زیاته موده کېږي چې په افغانستان کې د انجونو حقوق نقض شوي. ټولې انجونې باید ښوونځیو ته لاړې شي. که چیرې دغه با استعداده انجونې له زده کړو محرومې پاتې شي، د دې کار پایلې به نسلونه دوام وکړي. افغانستان نه شي کولای چې د خپل نفوس نیمايي برخه له پامه وغورځوي.»
یو شمېر هغه انجونې چې تازه له زده کړو د طالبانو د محرومیت په دایره کې شاملې شوې دي، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او وایي چې د ښوونځيو خلاصېدو ته یې پوره چمتووالی درلوده، خو طالبانو سږکال هم د ښوونځيو دروازې تړلې دي.
زده کوونکې، نبیلا، وایي: «موږ سږ کال ته ډېرې هیله منې وو، شور او لېوالتیا مو درلوده. موږ د تېرو کلونو په څېر غوښتل چې ښوونځي ته لاړې شو، ځان ته جامې واخلو، خپلې ټولګیوالې ووینو، خو زموږ ټولې هیلې له خاورو سره برابرې شوې، ډيرې اندېښمنې یو، هیله لرو چې څو ورځو کې زموږ ښوونځي بېرته پيل شي.»
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ هم د طالبانو له لوري د انجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو له دوامه نیوکه کړې او ویلې یې دي چې له شپږم ټولګي پورته انجونې د طالبانو د جنسیتي تبعیض او ځورونې له امله، له زده کړو محرومې پاتې دي.
۱۲۸۰ ورځې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د انجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق خبردارۍ ورکوي چې که له زده کړو د انجونو محرومیت دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ میلادي کاله به څه باندې څلور میلیونه انجونې د زده کړو له حقه محرومې شي.