افغانستان

د تورخم دروازې بندېدو مسافر او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ کړي

د تورخم د دروازې بندېدو د دې لارې مسافر او سوداګر، له ګڼو جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

تورخم کې بند یو شمېر مسافر وايي، چې د پیسو د خلاصېدو له امله، شپې په جوماتونو کې تېروي او د روژه ماتي لپاره څه نه لري.

له بلې خوا د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مدیر ویلي چې د تورخم دواړو غاړو ته له پنځه زره ډېر په توکو بار موټر د دروازې خلاصېدو ته انتظار باسي. د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې زیاته کړې چې د هرې ورځې په تېریدو سره، په سوداګریزو توکو بار موټرو باندې د پاکستان له لوري ۱۲۰ ډالره جریمه راځي.

د تورخم د دروازې له تړل کېدو نهه ورځې تېریږي، هغه مسافر چې د درملنې په موخه پاکستان ته تللي ول، د تورخم دروازې بلې غاړې ته بند پاتې دي.

هغه ناروغان، چې پيسې یې په درملنې مصرف کړي، اوس په بد وضعیت کې دي. زاړه، ځوانان او ماشومان ټول له یوې ستونزې سره مخ دي، نه د خوړلو لپاره څه لري او نه هم د اوسېدو لپاره مناسب ځای.

نظرالله، یوه ناروغ، آمو ته وویل: «لاره دې خلاصه کړي چې کور ته لاړ شو، روژه ده او ټول خلک له ستونزو سره مخ دي، پيسې نه لرو، خلک بېچاره دي. دلته زه اوس په جومات کې ویده کېږم، کني به عمر کې په جومات کې نه یم ویده شوی، دا ستونزه چې راغلې باید و یې زغمم.»

ټول مسافر خپل بارونه او بسترې یې پر ځمکه غوړولي او د تورخم دروازې خلاصېدو ته په تمه دي. یو شمېر مسافر او ناروغان وايي چې د دوی د ویزې موده هم پای ته رسېدلې او له جدي ستونزو سره مخ دي.

محمد عارف، یو ناروغ، وایي :«زه د ګردو ناروغي لرم، هره میاشت یو ځل د خپلې درملنې لپاره پاکستان ته راځم، زه ډاکټر ته ورغلم دوا مې واخیسته او کله چې بېرته راغلم، لاره بنده وه. زه له ډېرو ستونزو سره مخ یم، ګردې مې ورځ تر بلې له کاره لوېږي او څه پيسې مې چې درلودې په دوا باندې مصرف شوې.»

له دې سربېره، د دروازې بلې غاړې ته په سوداګریزو توکو بار موټر هم بند پاتې دي. هغه موټر چې د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې په وینا، په ورځ کې ۱۲۰ ډالره جریمه هم پرې راځي او د تازه مېوو او ترکاریو بار موټرو توکي د خوسا کېدو په حال کې دي.

د پاکستان او افغانستان ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیر وايي چې د دروازې دواړو خواوو ته په توکو بار پنځه زره موټر بند پاتې دي او له لسو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ راکړه ورکړه درېدلې او سوداګرو ته لوی مالي زیانونه اوښتې دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د تورخم دروازه د کب په درېیمه د طالبانو له لوري د تازه سرحدي تاسیساتو د جوړولو له امله وتړل شوه. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان د دې تاسیساتو د بندېدو غوښتنه کړې خو طالبانو بیا د پاکستاني چارواکو یاده غوښتنه نه ده منلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.