د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د پولیو واکسین د تطبیق دویم پړاو کمپاین به په ۱۶ ولایتونو کې پلی شي او ۶.۳ میلیونه پنځهکلن او تر هغه کم عمره ماشومان به د پولیو واکسین ترلاسه کړي.
د روغتیا د نړیوال سازمان شمیرې ښيي چې په افغانستان کې د روان لمریز کال په ترڅ کې د پولیو مثبتي پېښې د تیر کال په پرتله څلور برابره زیاتې شوې دي. په همدې حال کې، د هېواد یو شمېر وګړي ټینګار کوي چې د طالبانو لهخوا د کور په کور د واکسین د تطبیق بندیدو، له یوې خوا، د دوی ماشومان د پولیو له واکسین څخه بېبرخې کړي او له بلې خوا، د پولیو د ناروغانو شمېر په بېساري توګه زیات شوی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت او د “له پولیو څخه د پاک افغانستان” سازمان خبر ورکړ چې د ۲۰۲۵ کال د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د فرعي کمپاین دویم پړاو د دوشنبې له ورځې څخه د نړیوالو سازمانونو په ملاتړ، په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو. د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې کمپاین کې به ۶.۳ میلیونه پنځهکلن او تر هغه کم عمره ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه کړي. دغه وزارت زیاتوي چې دا کمپاین د ماشومانو ترمنځ د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې پيل شوی دی.
د طالبانو د عامې ورغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل، وايي: «نن دوشنبه، د کب شپږمه، د پولیو واکسین کمپاین په شپاړسو ولایتونو کې پیل شو. دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او ۶.۳ میلیونه پنځهکلن او تر هغه کم عمره ماشومان به واکسین شي.»
په بادغیس او یو شمېر نورو ولایتونو کې، دا کمپاین د یکشنبې په ورځ پیل شو. بادغیس هغه ولایت دی چې د ۲۰۲۵ کال د پولیو لومړنی مثبته پېښه پکې ثبت شوې. بادغیس کې د طالبانو ځايي چارواکي وایي چې په دې کمپاین کې به ۱۱۸ زره پنځهکلن او تر هغه کم عمره ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه کړي. بلخوا د «له پولیو څخه د پاک افغانستان» سازمان په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د ماشومانو د ګوزڼ د ناورغي د مخنیوي لپاره، خپل ماشومان واکسین کړئ.
په روان لمریز کال کې، په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې د تېر کال په پرتله نږدې څلور برابره زیاتې شوې دي، او کندهار او هلمند د دې ناروغۍ تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې له ځانه سره لري. په کندهار کې ۱۱ پيښې، په هلمند کې ۸ پیښې، په ارزګان کې ۲ پېښې، په پکتیکا، کنړ او نورستان ولایتونو کې بیا یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
په روان لمریز کال کې په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې
کندهار: ۱۱ پېښې
هلمند: ۸ پېښې
ارزګان: ۲ پېښې
پکتیکا: ۱ پېښه
کنړ: ۱ پېښه
نورستان: ۱ پېښه
بادغیس: ۱ پېښه
د هېواد یو شمېر وايي چې د کور په کور واکسین بندېدل، د دوی ماشومان یې له واکسین څخه محروم کړي او دا کار به د ماشومانو د ګوزڼ د ویروس د پراخېدو خطر زیات کړي. دوی همداراز ټینګار کوي چې په ډېرو مواردو کې د واکسیناتورانو د ټیمونو له حضوره نه خبرېږي، چې له امله یې د دوی د ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ شوې ده.
د کابل اوسېدونکې، شریفه احمدي، وایي: «پخوا چې به مو خپل ماشومان واکسینول، مېرمنې به زموږ د دروازو شاته راتللې، دا زموږ لپاره ډېره اسانتیا وه. اوس اعلان کوي چې ماشومان د واکسین مرکزونو ته یوسئ، خو هوا سړه ده او ماشومان ناروغېږي.»
طالبانو د لمریز کال په سنبلې میاشت کې په لومړي ګام کې په کندهار او هلمند کې او بیا په نورو ولایتونو کې د کور په کور د پولیو واکسین تطبیق بند کړ. یاده پرېکړه ښايي ماشومان د پولیو ناروغۍ له زیات خطر سره مخ کړي.
د هېواد یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د طالبانو دا پرېکړه په افغانستان کې د پولیو د ناروغانو د زیاتوالي لامل شوې ده.