افغانستان سویلي آسیا

هند او طالبان د افغانستان د سفارت د سپارلو هوکړې ته نږدې شوي

د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې، یوه باوري سرچینه آمو ته وایي چې دغه وزارت د هند له حکومت سره په نوي ډېلي کې د افغانستان د سفارت د سپارلو په اړه، هوکړې ته نږدې شوی دی.

د سرچینې په وینا، د دې احتمالي هوکړې له مخې، هند هم په افغانستان کې د خپل سفارت او کنسلګریو د فعالیتونو د بشپړ بیا پیل لپاره لسګونه نوي کارکوونکي، چې څو ډیپلوماتان به هم پکې شامل وي، ښايي افغانستان ته ولېږي.

سرچینه زیاتوي که څه هم طالبانو تر دې وړاندې لږ تر لږه درې کسان د سفارت د مدیریت لپاره ور پيژندلې دي، خو تر ټولو زیات په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر او سفیر، سهیل شاهین د زوی، نجیب شاهین پر ګمارنه ټینګار لري.

د تېر لمریز کال په لېندي میاشت کې په نوي ډېلي کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ، چې په هند کې د افغانستان سیاسي استازولي وتړل شوه.

په نوي ډېلي کې د افغانستان د سفارت د اعلامیې یوه برخه کې هغه مهال راغلي و: «په خواشینۍ سره، له اته اوونیو انتظار سره سره، د ډیپلوماتانو لپاره د ویزو د تمدید او د هند د حکومت په دریځ کې بدلون ښکاره نه شو. د طالبانو له لوري له دوامداره فشار او همداراز د هند حکومت له ‌خوا د ډیپلوماتیکو دندو پر پرېښودو ټینګار، سفارت له یوې سختې پرېکړې سره مخ کړ.»

د دې اعلامیې تر خپرېدو وروسته، په ممبۍ کې د افغانستان کنسلګرۍ پر خپله فیسبوک پاڼه یو ویډیويي پیغام خپور کړ، چې په ممبۍ کې د افغانستان پخوانۍ سرقنسله، ذکیه وردک، او په حیدرآباد کې د افغانستان سرکنسل، سید محمد ابراهیم‌خېل، وویل چې د پخواني سفیر تر استعفا وروسته، دوی په هند کې د افغانستان د سفارت مسوولیت پر غاړه اخیستی. اوس، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې یوه باوري سرچینه آمو ته وایي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د هند حکومت په نوي ډېلي کې د افغانستان د سفارت د سپارلو په اړه؛ هوکړې ته نږدې شوې دي.

سرچینه ټینګار کوي، چې د دې «احتمالي هوکړې» له مخې به، هند په افغانستان کې د خپل سفارت او کنسلګریو د بشپړ فعالیت د بیا پیل لپاره «لسګونه نوي کارکوونکي، چې یو شمېر ډیپلوماتان به هم پکې وي» افغانستان ته واستوي، او طالبان به د هغوی د «امنیت خوندیتوب» تضمین کړي.

سرچینه زیاتوي، که څه هم طالبانو هند کې د سفارت د مدیریت لپاره د څو کسانو لېست استولی، خو تر ټولو زیات، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین د زوی، نجیب شاهین پر ګمارنه ټینګار لري.

تر دې وړاندې، آمو د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د روان کال د مرغومي په ۱۹مه، په متحده عربي اماراتو کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره تر لیدو وروسته، له هند سره په نوي ډېلي کې د افغانستان د سفارت د مدیریت د ترلاسه کولو په اړه سلا مشورې پیل کړې دي. کارپوهان باور لري، چې د سیمې نوي سیاسي شرایطو هند دې ته اړ کړی، څو له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه، عزیز رفیعي، وایي: «له یوې خوا د سیمې په ځانګړي توګه د منځني آسیا په اړه د روسیې نوی دریځ، ، له بلې خوا، د چین او پاکستان دریځ، او همداراز د منځني آسیا لپاره د امریکا دریځ، ډېر حساس شوی دی. دا وضعیت هند دې ته هڅوي، چې د یو ځواکمن سیمه‌ییز قدرت په توګه، جدي اقدام وکړي، او دا اړتیا ویني، چې د سیمې له نویو جیوپولیټیک خوځښتونو څخه شاته پاتې نه شي. له همدې امله، هند هڅه کوي چې له طالبانو سره اړیکې رامنځته کړي او په افغانستان کې خپل ځای او ځایګۍ تضمین کړي.»

د روان لمریز کال په غوایي میاشت کې، هندي رسنیو راپور ورکړ ، چې په ممبۍ کې د افغانستان سرکنسله، ذکیه وردک، د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق په تور، د هند په یوه هوایي ډګر کې نیول شوې وه. که څه هم هغې دا ادعاوې رد کړې، خو خو اړه شوه، چې له خپلې دندې استعفا وکړي. افغانستان په هند کې، د نوي ډېلي له سفارت سربېره، په ممبۍ او حیدرآباد کې هم دوه قنسلګرۍ لري.

اوس مهال، په ممبۍ کې د افغانستان قنسلګري د طالبانو د سرقنسل اکرام‌الدین کامل له خوا اداره کوي. د هغو جزییاتو له مخې، چې نوموړي پر خپلې اېکس پاڼه کې خپاره کړي، اکرام‌الدین کامل په هند کې لوړې زده کړې کړې دي.

د هند حکومت او همداراز طالبانو تر اوسه د دې موضوع په اړه په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی. خو تر دې وړاندې، د افغانستان یو شمېر وګړو تل ټینګار کړی، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د طالبانو هر ډول تعامل باید د بشري حقونو په رعایت او په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو مشروط وي.