سویلي آسیا

په هند کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ٧ کسانو مړينه

هندي چارواکي وایي، چې د «ماها کومب» په نوم مذهبي جشن کې، چې میلیونونو خلکو پکې ګډون کړی و، د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي او ۱۰تنه نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، دا پېښه چهارشنبه (د سلواغه ۱۰مه) د هند د اوترا پردېش ایالت په شمال کې رامنځته شوې، چې پکې قربانیان د ګڼې ګوڼې له امله مړه شوي دي.

ډرون ویډیوګانې ښیي، چې میلیونونه کسان یو له بل سره اوږه په اوږه د سهار له رڼا مخکې د «سپېڅلي غسل» لپاره رود ته روان دي، چې د ماها کومب مالا د برکتناکې ورځې نښه ګڼل کېږي.

یو عيني شاهد ویلي، چې لسګونه امبولانسونه چې د پېښې ځای ته تلل ليدلي، او څو جسدونه يې ولیدل چې د رود غاړې ته لېږدول کېدل.»

هندي چارواکو ویلي، چې لومړنۍ ګڼه ګوڼه شاوخوا د شپې ۱ بجې رامنځته شوه، خو دومره جدي نه وه او د پېښې اصلي لامل لا معلوم نه دی.

عیني شاهدان وايي، چې د تېښتې هڅه کوونکي خلک په بلې ګڼې ګوڼې کې بند پاتې شول، ځکه د تګ لاره بنده شوې وه. هغوی بیا د پانتون پلونو ته ستانه شول، خو هلته هم د چارواکو له خوا د لارې بندېدو سره شول.

راوین، چې د هند له ممبۍ ښار څخه دې جشن ته تللی، ویلي:

«ما ډېر کسان ولیدل چې لوېږي او بیا په ګڼه ګوڼه کې روان وي. ډېری ماشومان او ښځې چې ورکېدل د مرستې موندلو لپاره یې ژړا کوله.»

د هندي چارواکو په وینا، «آر‌ای‌اېف» په نوم د چټک غبرګون ځانګړی ځواک، چې د بحرانونو پر مهال فعالېږي، د وضعیت د کنټرول لپاره ځای پر ځای شوی او د ژغورنې عملیات دوام لري.