د امریکا فدرالي قاضي علي خان لنډ وخت لپاره د دونلډ ټرمپ د حکومت هغه پرېکړه وځنډوله چې د ټولو فدرالي مرستو د بندولو لپاره شوې وه.
د سي اېن اېن د راپور له مخې، دغه فدرالي قاضي ویلي چې دا «اداري ځنډ» دی، په همدې بنسټ محکمه کولی شي په دې اړه بشپړ تصمیم ونیسي.
د سپینې ماڼۍ د بودجې دفتر د دوشنبې په ورځ ( سلواغه اتمه) د امریکا د حکومت د مالي مرستو او فدرالي پورونو د درولو امر وکړ. دا پرېکړه باید د مازیګر ۵ بجې نافذ شوې وای، خو د فدرالي قاضي دغه اقدام د هغې بشپړ تطبیق وځنډاوه.
په همدې حال کې، جوئل برګ، چې د « له ګډوډۍ پرته امريكا» په نوم د قحطۍ ضد یوه ملي خدماتي پروګرام وړاندې کوي سي اېن اېن ته ویلي د فدرالي مرستو بندېدل کولای شي د هغه سازمان لسګونو زرو کسانو ته زیان ورسوي.
دی زیاتوي: « اوس سرګرداني، وېره او وحشت موجود دی. هغه پروګرامونه، چې تر ټولو زیانمن شوي امریکایان تر پوښښ لاندې نیسي، په غیرقانوني ډول بندېږي.»
د برګ ټیم همدارنګه ارزوي چې آیا د هغه کارکوونکي، چې ډېری یې د فدرالي مالي مرستو له لارې تنخوا اخلي، لا هم خپل معاشونه ترلاسه کولی شي که نه.
بلخوا، په امریکا کې د «کم عاید لرونکو لپاره د ملي کور جوړونې ائتلاف» موقتي مشر رني ویلیس خبرداری ورکړی، چې د فدرالي مالي مرستو بندیدل، هغه خدمات له ستونزو سره مخ کوي، چې زموږ کم عاید لرونکي ګاونډیان پرې تکیه کوي. لږ تر لږه ۱۰ میلیونه خلک د هغو پروګرامونو پر مټ ژوند کوي، چې بودجه یې د د امریکا د کور جوړونې او ښاري پراختیا وزارت لخوا برابرېږي.»
په ورته وخت کې، ډېری کسان چې فدرالي مالي مرستې ترلاسه کوي، شکایت کوي چې د «اېچ يو بي» د تادیاتو سیسټم له لارې د کرایې ادا کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.
د يادولو وړ ده، چې ډونلډ ټرمپ د دې پرېکړې له امله، ګڼې ادارې هڅه کوي معلومه کړي چې کوم مالي جریانونه د دې بندیز اغېزې لاندې راغلي دي.