افغانستان

په جنیوا کې د افغانستان دايمي استازولۍ : د جرمونو نړیواله محکمه باید د طالب مشرانو د نېولو په اړه پرېکړه وکړي

په جينوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د جرمونو نړیوالې محکمې لخوا د طالب مشرانو د نېولو د حکم د وړانديز په غبرګون کې وايي چې دغه محکمه باید د دوى د نېولو پرېکړه وکړي.

د هېواد دغه دایمي استازولۍ په يوه خبرپاڼه کې د نړیوالې محکمې د ديوان له قاضيانو غوښتنه کړې چې« د افغانو مېرمنو غمجن وضعیت ته چې د اګست له ١۵ راهیسې په مسلسه توګه او سیستماتیک ډول ځپل کېږي» په پام سره ددې غوښتنې احترام وکړي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د سترې د مشر عبدالحکیم حقاني او د طالبانو د مشر د نېولو حکم د بشري حقونو د ساتنې لپاره نړیواله مبارزه او د بشري حقونو په اړه د ځواب ويلو او د بشر حقونو خوندي کولو لپاره يو زړور ګام» بلل وی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نړيوالې محکمې څارنوال په دې وروستیو کې «د بشریت پر وړاندې جرم په ځانګړي توګه د جنسيت پر بنسټ د ځورونې »په تور د طالب مشرانو د نېولو حکم صادر کړ.

د طالبانو د مشرانو د نېولو غوښتنې ته غبرګونونه

دا اقدام د مختلفو بشري حقونو سازمانونو، د ښځو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو، او د طالبانو سیاسي او نظامي مخالفینو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بنټ په ګډون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یو شمېر کارپوهانو د طالبانو د مشرانو د نېولو د وړانديز ملاتړ کړی دی.

دغه کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې د نړیوالې محکمې د څارنوال اقدام «د افغانستان د خلکو لپاره د عدالت د ترلاسه کولو په لور مهم ګام» بللی او ټینګار يې کړی چې دا پرېکړه طالبانو او نړیوالې ټولنې ته یو څرګند پیغام ورکوي.

په دې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې د طالبانو مشران کېدای شي د «نړیوالو جرمونو په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ ځورونې» له امله د نېول کېدو او محاکمه کېدو له خطر سره مخ شي.