سوداګري نړۍ

ټرمپ پر اروپايي او چینايي توکو د تعرفو د زیاتوالي په لټه کې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ژمن دى، چې پر اروپايي او چینايي توکو تعرفې زیاتې کړي. په سپینه ماڼۍ کې د واک ترلاسه کولو یوه ورځ وروسته، هغه سمدستي لکه څنګه چې يې د خپل کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه، د تعرفو د لوړولو پر ځاى خپل وروستي تعرفي ګواښونه وکړل.

د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې هغه به د فینټانیل چینایي وارداتو باندې لس فیصده تعرفه لوړه کړي چې د مکسیکو او کاناډا له لارې امریکا ته داخلېږي.

فینټانیل د مورفین کیمیاوي ډول دی، چې ډېر وخت په طبي برخه کې کارول کیږي او په اصلي توګه عملیات خونو کې د بې هوښۍ دمخه د پروډراګ او آراموونکي په توګه کارول کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ښاغلي ټرمپ په دغو څرګندونو کې د کاناډا او مکسیکو پر وړاندې د تعرفو د ۲۵ سلنه زیاتوالي لپاره د ضرب الاجل ټاکل شامل دي.

د امريكا ولسمشر په وينا، اروپايي ټولنه او نور هېوادونه له امریکا سره د سوداګرۍ د اندېښمنوونکي زیاتوالي په درشل کې دي او زياته يې کړه : «اروپایي اتحادیه زموږ لپاره ډېره بده ده،» نو دوی به تر تعرفو لاندې وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ډونلډ ټرمپ همداراز د دوشنبې په ورځ وویل چې پر کاناډا او مکسیکو د دغو تعرفو د زیاتولو په اړه غور کوي؛ خو چې دوی په متحده ایالاتو کې د غیرقانوني کډوالو او فینټانیل، چې د چین مخکښ کیمیاوي مواد دي، قاچاق مخه ونیسي.

په ورته وخت کې، د سپینې ماڼۍ سوداګریز سلاکار پیټر ناوارو د سه شنبې په ورځ سي اېن بي سي ته وویل چې د کاناډا او مکسیکو په اړه د ټرمپ د تعرفې ګواښ موخه دا وه چې پر دواړه هېوادونه فشار راوړي چې امريكا ته د غیرقانوني کډوالو او غیرقانوني نشه يي توکي د ننوتلو مخه ونیسي.

هغه وویل: «د هغه ٣۵، ۵٠، ١٠ سلنه یا هر څه چې په کاناډا، مکسیکو، چین کې اخلي د دې لپاره دي چې هره ورځ ٣٠٠ امریکایان له اندازې څخه زيات د فینټانیل د کارولو له امله مړه کیږي.»

له بلې خوا، ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د پناه غوښتونکو پراخ بندیز په ګډون د کډوالو په اړه د پراخو اقداماتو اعلان وکړ.