ښځې

د ښځو د آزادۍ څراغ غورځنګ: نړۍ باید د افغان کډوالو بشري حقونو ته د درناوي لپاره «عملي ګامونه» واخلي

د افغان ښځو د ازادۍ څراغ غورځنګ چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله هاجر آزاده کوي وايي، ملګري ملتونه، د بشري حقونو سازمانونه او نړیواله ټولنه باید په پاکستان کې د مېشتو کډوالو د بشري حقونو د درناوي لپاره «عملي ګامونه» واخلي.

دغه غورځنګ په هېواد کې د«جنسي تبعیض، جوړښتي تبعیض او د کډوالو په ناوړه وضعیت» د نیوکې لپاره د اعتراض پروګرام جوړ کړى او ویل يې دي، چې موخه یې د افغان ښځو او کډوالو ستونزو ته د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو پام اړول دي.

په دغه راټولېدنه کې د غورځنګ غړو «د ښځو حقونه بشري حقونه دي. جنسیت ته نه ووايٸ. جنسیتي عدالت ته هو ووایاست. د جنسيتي اپارتایډ دېوالونه باید ونړول شي» شعارونه ورکول.

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو پر ټولنو غږ کوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغان ښځو د آزادۍ څراغ غورځنګ وايي، د افغان ښځو او کډوالو د حقونو څخه سرغړونې او نېونې دوام لري او په دې اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسيون او پاکستان لخوا هیڅ اقدام نه دی شوی.

د ياد غورځنګ په وینا دا وضعیت د منلو وړ نه دی او د نړیوالې ټولنې سمدستي پاملرنې او اقدام ته اړتیا لري.