د ټیک ټاک ټولنیزه شبکه د اېپل او ګوګل پلورنځیو څخه ورکه شوې او د امریکایی کاروونکو له لاسرسي څخه ووته.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه ټولنیزې شبکې د یکشنبې په سهار د مرغومي په دېرشمه په متحده ایالاتو کې خپل فعالیت د قانون له پلي کېدو دمخه، چې ټاکل شوې نن نافذ شي، ودراوه.
د یادونې وړ ده، چې ټیک ټاک په امریکا کې شاوخوا ١٧٠ ميلیونه کاروونکي لري؛ خو د متحده ایالاتو سترې محکمې وړاندې د دغې ټولنیز شبکې د منع کولو یو قانون تصویب کړ، چې له مخې يې د چینایي شرکت بایټډنس لخوا پر امریکایی مالکینو نه پلورلو په صورت کې د دغې شبکې فعاليت منع کوي.
له بلې خوا، د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون وویل چې ټیک ټاک به د هغه د لوړې کولو وروسته په متحده ایالاتو کې د فعالیت دوام لپاره ٩٠ ورځې وخت ولري. د ټیک ټاک ژمنه د دې برنامې کاروونکو ته لېږل شوي خبرتیا کې یاده شوې ده.
د دغه راپور له مخې د ویډیو ایډیټ کولو( کيپ کټ) او د ټولنیز ژوند طرز( لیمون ٨) اپلېکېشنونه هم آفلاین دي او د متحده ایالاتو پرګرامونو پلورنځیو کې د شنبې په ورځ د ځایی وخت راهيسې د لاسرسي وړ نه وو.