اوکرایني چارواکو ویلي، چې روسي ځواکونو په پلازمېنه کیيف او د دغه هېواد په جنوب کې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو درې بریدونه کړي، چې په پایله کې یې شپږ تنه وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، يوه بريد په کییف او د اوکراین په جنوب کې دوه نور توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بريدونه وشول، چې درې کسان يې ټپیان کړل.
په کییف کې د پوځي ادارې مشر تیمور تاکاچنکو وايي، چاودنې په اسمان کې هغه مهال وشوې چې د برید پر وړاندې د هوايي دفاع ځواک فعال شوی و. هغه زیاته کړه چې په کییف کې یو پلورنځى، د سوداګرۍ مرکز، د میټرو تم ځاى او د اوبو پایپونه زیانمن شوي دي.
د اوکراین پارلماني پلټونکي ډیمیټرو لوبینتس په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: «روسي ځواکونو لومړی ډرون او بیا د بالستیک توغندیو برید وکړ. دا کړنې یوازې د دښمن په بې رحمۍ او وحشت ټینګار کوي.»
په همدې حال کې د اوکراین د هوايي ځواکونو ویاند یوري اېحنات د دغه هېواد رسنیو ته ویلي چې دواړه توغندي د کییف په لور له منځه تللي دي؛ خو یو یې په ټیټه ارتفاع کې ویشتل شوى چې درانه زیانونه یې اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مسکو له خوا په دې اړه کوم سمدستي خبرپاڼه نه ده خپره شوې، روسیې تر دې مخکې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کول رد کړي دي.
د زاپوریژیا والي ایوان فیدوروف ویلي، د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې پر دغه ښار د روسیې د توغندیو په یوه بل برید کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د خرسون د جنوبي سیمې والي الکساندر پروکودین ویلي، روسي بریدګرو د سیمې د مرکز په شمال کې په یوه ښار کې چې د خرسون په نامه هم یادیږي دوه تنه وژلي دي.
د اوکراین پوځ اعلان کړى چې د شپې په برید کې یې د روسیې له خوا د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې د توغول شویو ۳۹ بې پیلوټه الوتکو له جملې څخه ۲۴ او له څلورو څخه دوه توغندي له شنډ کړي دي.