افغانستان

١٦ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول

د پاکستان له زندانه د آزاد شویو افغانانو انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو ۱۶ تنه افغانان خوشي شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه افغان اتباع د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د «قانوني استوګنې اسنادو» نه لرلو په تور نېول شوي دي.

د طالبانو په وینا دغو کسانو د پاکستان په زندانونو کې له دوو څخه تر شپږو ورځو پورې تېرې کړې دي.

په روانه میاشت کې د پاکستان له زندانونو د خوشې شویو اتباعو احصایې

د آمو له خوا د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت له خبرپاڼو د راټولو شویو شمېرو له مخې، د روانې میاشتې له پیل راهیسې ۸۸ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې یو شمېر افغان کډوال د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له «ناعادلانه او ناوړه چلند» څخه شکایت کوي.

پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې په زوره افغان کډوال شړي  او بندي کوي، او ایران هم سږکال دغه بهیر چټک کړی دی.

که څه هم، د دواړو هېوادونو چارواکو د قانوني استوګنې د جواز نشتوالی د شړلو او نېول کېدو یوازینی دلیل وباله؛ خو افغان کډوال د دواړو هېوادونو د پولیسو له خوا د «شکنجې، بد چلند، تاوتریخوالي او سپکاوي» خبره هم کوي.