نړۍ

روسیې د اوکراین د ګازو تاسیسات په نښه کړل

عکس له آرشیف

د روسیې پوځي ځواکونو نن سهار (پنجشنبه د مرغومي ۲۷مه) د اوکراین په لوېدیځ کې د اوکراین د ګازو زېربناوې او د انرژۍ نور تاسیسات د تېرې شپې په اوږدو کې په ۴۰ توغندیو او د ۷۰ بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړل.

د رویټرز په وینا، د اوکراین هوایی ځواک اعلان کړی چې د دوی هوایی دفاع ٣٠ توغندي او ۴٧ ډرون ویشتلی دی.

که څه هم د دغو بریدونو د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی؛ خو د اوکراين په لوېديځ کې د لويو سيمې والي ويلي چې د درهوبيچ او ايستر په سيمو کې د انرژۍ دوه تاسيسات زيانمن شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه کړي او ټول ټاکل شوي هدفونه یې په «ریالیتوب» سره نښه کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې چې تېره شپه له غرمې وروسته خپره شوه ويلي چې دغه بريدونه د اوکراین د هغو بريدونو په ځواب کې چې د امریکې د آټاکمس توغندیو او د بریتانیې د شیډو سټورم توغندیو په کارولو سره او د روسیې د کراسنودار سیمې ته د ګازو د تېرېدو د بندولو په هدف ترسره شوي دي.  دغه شبکه د «ټرک سټريم» په نوم یادیږي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې روسي ځواکونو د پنجشنبې په سهار د برید پر مهال تر ۴۰ ډېر توغندي توغولي او په شپه کې یې له ۷۰ ډېر بې پیلوټه الوتکې کارولي دي.

ښاغلي زیلینسکي پر اېکس لیکلي: «د روسیې یو بل لوی برید.  د روسانو موخه د ژمي په منځ کې په خپل ځای پاتې کېږي، زموږ د انرژۍ زېربنا. د دوی یوه موخه زموږ د خلکو د عادي ژوند د ساتلو لپاره د ګاز او انرژۍ اسانتیاوې وې.»

په ورته وخت کې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې هم بریدونه شوي او سلګونه اوسېدونکو د ښار په اوږدو کې تر ځمکې لاندې د ميټرو په تمځايونو کې پناه اخیستې ده.