سویلي آسیا

ملګري ملتونه: تر ۲۰۵۰ کال پورې به د اسیا او اقيانوسې نفوس ۵،۲ میلیارده کسانو ته ورسېږي

انځور له آرشیف

د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیز کمیسیون په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۵۰ کال کې به په اسیا او د اقيانوسې نفوس ۵،۲ میلیارده ته ورسېږي.

دغه کمېسیون وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴،۸ میلیارده خلک په اسیا او اقيانوسې کې ژوند کاوه چې د نړۍ د ټول نفوس ۶۰ سلنه جوړوي.

د اسیا او اقيانوسې لپاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیز کمېسیون په وینا، په دې سیمه کې نفوس د تېرو کلونو په پرتله په کمه کچه د ودې په حال کې دى.

د ملګرو ملتونو دغه کمېسیون په جنوبي او جنوب ختیځه اسیا کې د نفوسو زیاتوالی د پام وړ بللی او ویلي یې دي چې دا وده په جنوب ختیځه اسیا، شمالي او مرکزي اسیا کې معتدله او په اقيانوسې کې ټېټه او باثباته وه.

دا راپور وايي چې د نفوس وده او کمښت د هېوادونو لپاره ننګونې او فرصتونه رامنځته کوي چې باید پرخلکو محوره او بشري حقونو له لید څخه په پام کې ونېول شي.

د راپور له مخې، احتمال لري چې د آسیا او اقيانوسې د ډېری هېوادونو نفوس په روانه پیړۍ کې ډېر شي.

د آسیا او اقيانوسې لپاره د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیز کمېسیون په دې راپور کې ویلي: «د آسیا او آرام سمندر په اوږدو کې د نفوسو تګلارې د هېوادونو او فرعي سیمو ترمنځ د نفوس د وخت په پام کې نېولو سره د پام وړ توپیر لري. په همدې حال کې، د سیمې د ډېرړ هېوادونو لپاره، نفوس به پدې پیړۍ اوج ته رسېدلى دى. په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه لا دمخه خپل لوړ نفوس ته رسېدلي دي. نور به د دې پیړۍ په پای کې لوړ شي، او ځینې به په ٢١٠٠کال یا له دې وروسته کې اوج ته ورسېږي.»

د دې کمېسیون په وینا، د لوړ نفوس وخت د مناسبو او مخ پر ودې تګلارو په اهمیت او ننګونو لکه د نفوس کمښت، د نفوس زوړوالی، ښاري کول او د سرچینو تقاضا پورې اړه لري؛
هغه هېوادونو کې چې د مختلف عمر ګروپونو ډېر خلک د ژوند او یوځای کار کولو څخه ګټه پورته کوي، کولاى شي له داسې فرصتونو غوره کار واخلي.