د طالبانو تر ادارې لاندې ستره محکمه وايي، د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې یوه ښځه د غلا په تور په درو ووهل شوه.
طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې د شنبې ( مرغومي اتمه) د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا حکم د د اندخوى ولسوالۍ په ابتدايه محکمه کې صادر شو، چې د طالبانو د سترې محکمې له منظورۍ وروسته عملي شو.
د محکمې د خبرپاڼې پر بنسټ، دا ښځه د خلکو د سترګو په وړاندې په ۳۹ دُرو ووهل شوه.
طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې (د لړم له پیله) تر اوسه پورې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۱ ښځو په ګډون ۱۴۰ کسان په درو وهلي دي.
د طالبانو لخوا په عام محضر کې د په درو وهل او نورو جسمي مجازاتو پلي کول له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونه دغه اقدامات د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف عمل بولي او د دې ډول مجازاتو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.