د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت د سې شنبې په ورځ د لوګر ولایت په التمور سیمه کې د سمنټو د تولید قرارداد له افغان ساکو خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.
د طالبانو د کانونو وزیر هدایت الله بدري په کابل کې د دغه قرارداد د لاسلیک په غونډه کې وویل چې د دغه قرارداد موده ۳۰ کاله ده او د افغانستان ساکو شرکت به په دې پروژه کې ۱۴۵ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د هغه په وينا، د دې پروژې په پلي کېدو سره به هره ورځ ٢زره۵٠٠ ټنه سمنټ توليد شي، چې د هېواد د اړتياوو يوه لويه برخه به پوره کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې دغه پروژه به د هېواد په بیارغاونه او اقتصادي پراختیا کې مهم رول ولوبوي او په پلي کېدو سره به یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د افغان ساکو شرکت مشر وو زيدان هم په دې مراسمو کې ټينګار وکړ چې دغه پروژه به د قرارداد له شرايطو سره سم په معياري ډول او پر خپل وخت بشپړه شي.
د طالبانو په تر واک لاندې د کانونو وزارت وايي، چې تر اوسه د شاوخوا ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید د څلورو لویو پروژو قرارداد له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره لاسلیک شوی او د دغو پروژې د پرمختګ په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا د هېواد د کانونو د عوایدو په مدیریت او لګښت کې د روڼتيا نشتوالی تل له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.