افغانستان

د خوړو نړيوال پروګرام: په افغانستان کې به میلیونونه خلک په راتلونکي سخت ژمي کې له مرستو بې برخې شي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بودیجې د نشتوالي له امله به په افغانستان کې میلیونونه خلک په راتلونکي سخت ژمي کې د خوراکي توکو له مرستو بې برخې شي.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي چې په راتلونکي ژمي کې يوازې له ۶ میلیونو خلکو سره مرسته کولای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې سږ کال په افغانستان کې د ۹،۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د بشري ناورین د ډېروالي عوامل

اوچا وايي، چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او آزادیو لګول شوي محدودیتونه یو له هغو عواملو څخه دی، چې په دغه هېواد کې یې د بشري وضعیت د ښه کېدو مخه نیولې ده.

د اوچا په راپور کې، شخړې، ژوره بې وزلي، د خوړو د ناخوندیتوب او د خوارځواکۍ لوړه کچه، دوامداره داخلي بې ځایه کېدل، د چاودېدونکو توکو پراخه ککړتیا، پرله پسې طبیعي آفات، د ساري ناروغیو خپرېدل، د اقلیم د بدلون اغېزې او سیاسي شرایط په افغانستان کې د ستونزمن بشري وضعیت نورو عواملو په توګه ياد شوي دي.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام د روانې میاشتې په سر کې په خپلو راپورونو کې ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو ۲۲ هېوادونو څخه دی چې د لوږې له بحران سره مخ دي او په دغه هېواد کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو نا خوندیتوب په «حاد» کچه دي.

دغه سازمان ویلي دي چې ډېر افغان اتباع نه پوهیږي چې خپل راتلونکی خواړه څنګه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې دغه سازمان په یوه متن کې چې د سلواغې په ۱۷مه یې د یوې ویډیو ترڅنګ خپره کړې، ویلي چې په افغانستان کې ځینې کورنۍ د سختې بې وزلۍ او لوږې له امله خپلې کم عمره لوڼې واده کوي.