د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون شمېرې ښيي چې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه ۲۲۹ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه احصایې چې نن دوشنبه خپرې شوې، ښيي چې په تېره یوه اوونۍ کې له ټولو راستنیدونکو کډوالو څخه ۱۴۵ تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په دې موده کې په اوسط ډول ۳۳ تنه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه احصایې ښیې چې د راستنېدونکو ۴۹ سلنه ښځې دي.
همدارنګه، د راستنیدونکو ۵۳ سلنه له ۱۸ کلونو څخه کم عمره ماشومان دي، او د راستنیدونکو ۳۶سلنه کورنيو مشري ښځې کوي.
د دغه راپور پر بنسټ، په دغو کسانو کې ۱۱۶ نارینه او ۱۱۳ یې ښځې دي.
د راپور له مخې، ډېر کسان (۲۰۶ تنه) له پاکستانه راستانه شوي دي، په داسې حال کې چې ۲۲ تنه له ایران او یو تن له بل هېواده افغانستان ته راستون شوى دى.
د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون اعلان کړی، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له پیل راهیسې ټولټال ۵۴زره ۴۴۳ افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ۲۷زره۳۳۹ یې نارینه او ۲۷زره۱۰۴ یې ښځې دي. دا بېرته راستنیدنه د ٢٠٢٣ کال د سپټمبر له نیمایي راهیسې د ١١٨,٦٩١ بېرته راستنیدونکو عمومي احصایو برخه ده.